1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو د پاره 2010 کال تر ټولو خونړی دی

۱۳۸۹ تیر ۲۱, دوشنبه

په روان ميلادي کال کي په افغانستان کي جگړې او زور زياتۍ دومره ډيري دي چي د 2001 ميلادي کال راهيس يې ساری نه دی ليدل سوی.

https://p.dw.com/p/OGkk
د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ د ناگهان د کلي وروستۍ خونړۍ پېښه
د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ د ناگهان د کلي وروستۍ خونړۍ پېښهانځور: AP

فرانس پريس آژانس د افغاني منابعو د خولي ليکي چي په روان کال کي د ملکي تلفاتو په شمېر تر بل هروخت ډيروالی راغلی دی.

د آژانس د خبر له مخه ددې سره سره چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو په شمېر کي ډيروالی راغلی په هغه هيواد کي نه يوازي دا چي امنيتي پيښي لږ سوي نه دي، بلکي ډيري سوي او جگړو زور اخستی.

د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتوکي شاوخوا 1074 ملکي خلک وژل سوي او د 1050 زيات ټپيان سوي دي.

د راپور په خبره که دغه شمېر د تير کال سره پرتله سي نو سړی گوري چي زياتوالی پکښي راغلی.

د تيرکال د ډسمبر په مياشت کي د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د پاره دیوې نوي ستراتيژۍ په چو کاټ کي دا پريکړه وکړه چي دغه هيواد ته دي 30000 نور امريکايي عسکر واستول سي تر څو په افغانستان کي د طالبانو مقا ومت مات کړي.

د ARM يا افغان رايټس منيتور ليکي، په روان کال کي د اوباما ددغه نوي ستراتيژۍ څخه هغه اهداف چي بايد د طالبانو مقاومت پر شا شړل سوی وای نه دی تر سره سوي، ولي هغه نور هم ډير سوی او په مرگ ژوبلي کي ډير والی راغلی.

مثلاً يوازي د روان کال د جون په مياشت کي د نا امنيو1200پيښي رامنځته سوي چي په تيرو کلونو کي يې ساری نه و.

د ملکي خلکو د تلفاتو په برخه کي 661 کسان د طالبانو په پيښو کي وژل سوي دي.

په افغانستان کي په روان وخت کي د ناټو او امريکايي ځواکونو شمېر د 140000 ته رسيږي او ښايي د کال تر پايه پوري 10000 نور عسکر هم دغه هيواد ته واستول سي.

ډيری طالبان د ماينونو او په مځکه کي د ښخ سوو بمونو څخه کار اخلي چي ددوی دغه سلاوي تر اوسه پوري ډيري اغېزمني دی.

ددوی دوهمه مهمه سلا ځانمرگي بريدونه دي چي په ترځ کي يې په روان کال کي شاوخوا 127 تنه ملکي کسان وژل سوي دي.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل