د افغانتسان د بيا رغاونې په لار کې پرتې ستونزې
۱۳۸۶ اردیبهشت ۳, دوشنبهاعلان
نړيوالې ټولنې يو څو ځله په بن، توکيو، برلين او لندن کې غونډې کړي دي تر څو د افغانستان د بيارغاونې دپاره پيسې راټولې کړي. ښاغلی نادري دې ته گوته نيسي چې په کافي ډول ادارې نه دي رامنځ ته شوي او نور دولتي جوړښتونه هم هسې نيمگړي پاتې شوي دي. د بېلگې په توگه د ښوونې او روزنې په برخه کې او د لوږې په له منځه وړلو کې. بېکاري هم څلويښت په سلو کې وگړو پورې اړه لري په داسې حال کې چې د اوبو او برېښنا رسونې ستونزه هم نه ده حل شوې. پيسې ورکونکو هېوادونو د افغانستان د ماليې وزارت په وينا 30 مليارډه ډالره چمتو کړي وو او افغانتسان يوازې 13 مليارډه تر اوسه پورې لگولي دی. انتقاد کونکي زياتوي چې بډې اخېستل هم ډېر شوي دي او د مرستې رسونې نړیوالې هڅې هم نيمگړي دي.