1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان اقتصاد لس سلنه په ترياکو پوري تړلی

نجيب الله زیارمل (dpa, دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

د ملگرو ملتو د يوه تازه رپوټ له مخي د تارياکو توليد اوس هم د افغانستان له پاره د عايد يوه ډېره مهمه منبع ده: تيرکال د مخدره موادو صادراتو د دغه هیواد د ناخالص توليد لس سلنه جوړوله.

https://p.dw.com/p/18TI0
Opiumproduktion in Afghanistan An Afghan farmer derives raw opium from poppy buds in his fields on the outskirts of Kandahar Friday, 29 April 2005. Opium production in Afghanistan has remained a major challenge for the Afghan government, assisted by the international community. Afghan President Hamid Karzai called for increased international assistance to curb Afghan cultivation of opium poppies to be processed into heroin, saying there was evidence of a substantial drop in cultivation. The extremist Taliban regime toppled by a U.S.-led international military coalition in late 2001 had banned the cultivation of all types of drugs in the war-torn country. However, farmers across the country began growing poppy soon after the fall of the regime. EPA/HUMAYOUN SHIAB +++(c) dpa - Report+++
Opiumproduktionانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

دغه رپوټ د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۶) په وين کي د ملگرو ملتو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې څانگي خپور کړی دئ.

په رپوټ کي راغلي دي چي د افغانستان د نشه يي موادو د راکړي ورکړي کارو بار ۱،۹ ميليارده ډالرو ته رسيږي. د ملگرو ملتونو په حواله د نړۍ ۹۰ سلنه مخدره مواد په افغانستان کي توليديږي.

رپوټ زیاتوي په افغانستان کي د مخدره موادو توليد د ۲۰۱۱ کال په پرتله پنځه سلنه لږ سوی دئ. دا په دې معنی نه چي د دغو موادو پرضد مبارزې رول لوبولی دئ، بلکي علت ئې خرابه هوا او د کوکنارو مرض وهل ول.

د روان کال د اپريل په مياشت کي ملگرو ملتونو په افغانستان کي د راتلونکي کال له پاره د مخدره موادو د کښت او توليد د يوې سونامي څخه خبر ورکړی وو.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخي د کوکنارو د کښت ساحه د تير کال په پرتله ۱۸ سلنه ډېره سوې ده، چي په دې سره پر ۱۵۴۰۰۰ هيکټاره مځکه باندي کوکنار کرل کيږي.

نيول سوي مخدره مواد
نيول سوي مخدره موادانځور: DW

په افغانستان کي د مخدره موادو د توليد په اړه د ملگرو ملتونو په تازه رپوټ کي راغلي دي، چي د مرستندويه ټولونو له خوا د مخدره موادو د مخنيوي هڅي چندان بريالۍ نه دي.

کارپوهان د ۲۰۱۴کال په پای کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د امنيتي حالت د خرابېدو اندېښنه لري.

د کارپوهاند په اند له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به له دغه هيواد څخه د مخدره موادو قاچاق نور هم ډېر سي.

د دوی په اند په افغانستان کي که پنځه کاله هم کوکنار و نه کرل سي، بيا هم په دغه هيواد کي د مخدره موادو زېرمي څو کاله د نړۍ د مخدره موادو بازارونه وچلوي.

څه موده مخکي د روسيې د مخدره موادو ضد ادارې چارواکو ويلي ول، چي په افغانستان کي له ۱۵ څخه تر ۲۰ زرو ټنو پوري تارياک زېرمه سوي دي.

روسيه يو له هغو هيوادونو څخه دئ، چي پکښې د هيروينو د استعمال کچه ډېره لوړه ده او وايي چي د مخدره موادو ډيره اندازه ئې له افغانستان څخه ورقاچاقيږي.