1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان اقتصاد له رکود سره مخامخ دی»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ تیر ۲۷, پنجشنبه

د افغانستان د سوداګرۍ خوني چارواکو د لومړي ځل له پاره د ملک اقتصادي حالت د تمې خلاف بي ساره ناوړه ښولی دی. د دغې ادارې په خبره چي نا امني د دغه اقتصادي رکود لوی لامل دی.

https://p.dw.com/p/19AOd
An Afghan shopkeeper waits for customers in a busy bazaar in Kabul, Afghanistan, on Wednesday, July 9, 2008. The worldwide rise in food prices coupled with a poor harvest and drought in the country is affecting 450,000 Afghan households, a U.N. official said in a statement. (ddp images/AP Photos/Farzana Wahidy)
Afghanistan Lebensmittelانځور: AP

د هغي ارزوني له مخې چې په دې ورستیو وختونو کې د سوداګرۍ خوني له خوا تر سره سوې ده، د افغانستان د اکثریت وګړو اقتصادي حالت مخ پر خرابیدو دی. ارزونه ښيي چي په سوو فابریکو سقوط کړی دی، د وارداتو او صادارتو په کچه کې کموالی راغلی او په مارکیټ کې د خلکو د پیر قوت لږ شوی دی.

د سوداګرۍ او صنایع خوني مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۱۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تیرو کلونو په پرتله د ملک اقتصاد په ډیر ناوړه حالت کې دی، تولید کم شوی او په صادراتو او وارداتو کې هم د پام وړ کمښت راغلی دی.

د هغه په خبره که حکومت د دغه اقتصادي حالت د ژغورني له پاره بیړني ګامونه پورته نه کړي کیدای شي د ملک اقتصادي نظام ونړیږي.

د افغانستان اقتصاد د طالبانو د واکمنۍ تر نسکوریدو وروسته تر ډیره پر نړیوالو مرستو تکيه دی، خو اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کي دي نړیوالي مرستي او لګښتونه هم دغلته مخ پرکمیدو دي.

د افغانستان صادرات هم ډير لږ سوي دي
د افغانستان صادرات هم ډير لږ سوي ديانځور: picture-alliance/dpa

د الکوزي په خبره فزیکي او رواني نا امني د دې لامل شوې ده چې د ملک اقتصاد ته لوی ګواښ پېښ کړي: «اوس عملاً پانګونه، صادرات، واردات او تولید لږ شوي دي، په ټوله کې په اقتصاد او سوداګرۍ کې مو کمبودي راغلی دی. موږ له یوه اقتصادي پر شاتګ سره مخ یو چې ورته رکود هم ویلای شو.»

د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو دمخه افغان چارواکي هڅه کوي چي د يو لړ پرمختيايي پروګرامونو په پلي کولو سره د افغانستان ماتېدونکی اقتصاد پیاوړی کړي.

د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغنديوال وايي چي د دغو پروګرامونو له ډلې څخه یو هم د کانونو د را ایستلو پروسه ده چې دمګړۍ په بیړي سره کار ورباندي روان دی.

هغه وايي که یي دغه سکتور ژر وده وکړي نو ملک به یې هيڅکله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ نه شي: «د افغانستان ټولي ستونزي او د اقتصادي ودې پروګرامونه د کانونو په مټ اواروو، که څه هم اوس موږ ډیر ظرفیتونه نه لرو خو بیا هم اوس له هغو متخصصینو څخه کار اخلو چې په واک کې یي لرو، نړیوالي ټولني زموږ سره د مرستو ژمنه کړې ده او دغه مرستي کولای شي زموږ اقتصادي وده تقويه کړي.»

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د پانګوني د ملاتړ ادارې (ایسا) هم څه موده دمخه د یوې غونډي په ترڅ کې له نړیوالي ټولني څخه د یو شمیر ملي پروژو د تمویل له پاره د مرستي غوښتنه وکړه. د دغې ادارې چارواکي وایي د پانګوني د تشویق له پاره يې یو شمیر پروژې اعلان کړي دي او له نړیوالي ټولني یې غوښتي دي، چې د دغو پروژو مالي ملاتړ وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب