1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان الف لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

مسعود جهش۱۳۹۳ آبان ۲۴, شنبه

د افغانستان د کرکیټ الف لوبډلې پاکستان ته د دواړو هیوادونو د حکومتي مشرانو په حضور کې ماتې ورکړه. په همدې ورځ د افغانستان د کرکیټ د ۱۹ کلونو لوبډلې کویټ ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته لار وموندله.

https://p.dw.com/p/1Do1k
انځور له ارشیف څخهانځور: Munir Uz Zaman/AFP/Getty Images

د افغانستان د کرکیټ الف لوبډلې په اسلام آباد کې د پاکستان الف لوبډلې ته په ۵۴ منډو ماتې ورکړه. د دې لوبې لیدو ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف، هم راغلي وو.

د پاکستان او افغانستان د الف لوبډلو ترمنځ د شنبې ورځې په ۱۵ اوریزې لوبه کې پچه افغان لوبډلې وگټله او خپله یې د منډو جوړلو پریکړه وکړه. په دې لوبه کې افغان توپ وهونکو په ۱۵ اورونو کې ۱۵۴ منډې جوړې کړې او په دې ترتیب یې د پاکستان لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه. په دغو ټولو اورونو کې د افغانستان یوازې څلور لوبغاړي وسوځیدل.

د افغان لوبغاړو له ډلې څخه محمد شهزاد ۱۷، نجیب ترکي ۱۸، حشمت الله ۱۱، محمد نبي ۱۵، نجیب الله ځدران ۶۰ او سمیع الله شینواري ۲۷ منډې جوړې کړې.

خو پاکستاني توپ وهونکي د لوبې له پیله هغه وخت تر فشار لاندې راغلي چې تر کومې منډې جوړلو مخکې یې لومړی لوبغاړی وسوځید. دویم پاکستاني لوبغاړی هم تر اووه مجموعي منډو جوړولو وروسته وسوځید او په دې ترتیب سره پر پاکستانۍ لوبډلې باندې فشار لا زیات شو. پاکستان په ۱۵ اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره سل منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري محمد نبي دوه، فرید احمد یوه، افتاب عالم دو، محمد نسیم یوه او گلاب الدین نایب دوه ویکیټې ترلاسه کړې. نجیب الله ځدران د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو چې خپله ډالۍ یې له افغان او پاکستاني مشرانو تر لاسه کړه.
د افغانستان د ۱۹ کلونو لوبډله د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته ووته

د شنبې ورځ د افغانستان د کرکیټ له پاره ډیره ښه وه. په همدې ورځ د افغانستان د کرکیټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیا په غوره جام یا «پریمیر لیگ» کې کویټ ته په ډیر لوړ توپیر ماتې ورکړه او په دې ترتیب یې په دې جام کې خپلې څلوره واړه لوبې په پرله پسې توگه وگټلې. له دې سره نو د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د ۲۰۱۶ کال نړیوال ۵۰ اوریز جام ته ووته. دغه په بنگله دیش کې ترسره کیږي.

د دې لوبې پچه هم افغانستان وگټله او خپله یې د منډو جوړولو پریکړه وکړه. افغانستان په ۴۸ اورونو کې ۲۷۱ منډې جوړې کړې. خو د کویټ ټول لوبغاړي په ۲۰ اورونو کې او د یوازې ۶۵ منډو په جوړولو وسوځیدل.

تر دې مخکې افغانستان په همدې جام کې نیپال، سعودي عربستان، مالیزیا او متحده عربي اماراتو ته په ډیر لوړ توپیر ماتې ورکړې وې. دا دریم ځل دی چې افغانستان دغه جام گټي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب