1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان امنيتي حالت تر اټکلونو ښه دی

۱۳۹۰ آبان ۳, سه‌شنبه

د امریکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت يوه چارواکي ويلي دي، چي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د هغه هيواد د امنيت په اړه انديښني د کمېدو په حال کي دي.

https://p.dw.com/p/12yCV
افغان ملي پوليس د تلاښی پر مهال
افغان ملي پوليس د تلاښی پر مهالانځور: picture alliance/Ton Koene

دغه چارواکي زياته کړې، چي په افغانستان کي د تاوتريخوالي د کمېدو په اړه هغه ارقام چي د ناټو ځواکونو لخوا خپاره سوي، د امريکا د استخباراتي ادارې د اټکلونو په پرتله ډېرښه دي.

«هغه څه چي موږ يې ګورو ښيي چي، حالات نه يوازي د ښه کيدو په حال کي دي، بلکي په ځينو مواردو کي آن زموږ د انتظاراتو څخه هم ښه روان دي.»

دغه چارواکي چي د نوم د نه بر بڼډيدو په شرط يې خبري کړي، زياته کړي چي د ياغيانو په بريدونو کي چي د ۲۰۰۵کال څخه را په ديخوا د ډيريدو په حال کي ول، سږ کال کموالی راغلی.

د هغه په اند د ياغيانو په بريدونو کي کموالي د ولسمشر بارک اوباما لخوا د استول سويو ۳۳۰۰۰اضافي سرتيرو او د افغان امنيتي ځواکونو د فعاليتونو له وجي رامنځ ته سوی.

دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستيو کي د ملگرو ملتونو په يو راپور کي ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کال تر نورو ټولو خونړۍ ياد سوي دي.

که څه هم دغه امريکايي چارواکی په افغانستان کي د امنيتي حالاتو د ښه کيدو خبره کوي، خو امنيتي چارواکي په دغه هيواد کي له ستونزو خڅه با خبره دي.

په دغو ستونز کي د افغانستان د لوړ پوړو امنيتي چارواکو وژل او په گاونډي پاکستان کي د ياغيانو د ځالو شتون شامل دي.

که څه هم افغان او بهرني ځواکونه د افغانستان په جنوب کي د طالبانو په وړاندي ډېري لاس ته راوړني لري، خو ددغه هيواد په ختيځ کي بيا حالات تر پخوا لا خراب سوي دي.

په دغه سيمه کي د حقاني شبکه د افغان او امريکايي ځواکونو په وړاندي پياوړي عمليات تر سره کوي.

بله خوا بيا په افغانستان کي د NGOګانو امنيتي ادارې ويلي دي، چي په دغه هيواد کي جګړه کمه سوې نه ده، بلکي په موقتي توګه سړه سوې.

پنتاګون به هم د رواني اونۍ په پای کي د افغانستان د امنيتي حالاتو په اړه خپل وروستي ارقام اعلان کړي.

امريکايي چارواکي ويلي دي چي، په افغانستان کي بهرني ځواکونه نه يوازي د طالبانو په وړاندي جګړه پر مخ بيايي، بلکي د افغان ځواکونو څخه هم ملاتړ کوي.

دغو چارواکي د ياغيانو په ځپلو کي د افغان ځواکونو پر رول هم ټيګار کړی دی.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل