1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او امريکا د مشرانو تر منځ مناسبات عادي دي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۴, جمعه

د يوې اعلاميې په صادرولو سره د امريکا متحده ايالاتو ته د جمهوررييس حامد کرزي وروستی سفر، د امريکا او افغانستان تر منځ پر ستراتيژيکي دوستۍ باندي يې يوواربيا د صحت ټاپه ووهله

https://p.dw.com/p/NNmW
انځور: AP

او د توقوع پر خلاف يې ټولو هغو پوښتنو ته جواب ووايه،چي ددغه سفر څخه دمخه د کابل او واشنګټن تر منځ د مناسباتو د خړ پړتيا او لفظي جګړې په باره کي يې اټکل کيدی .

د حامد کرزي وروستی سفر چي د شلو سکټوري وزيرانو په ملګرتيا ترسره سو، د افغانستان دپاره د اقتصادي او نظامي کومکو څخه نيولې بيا تر ملي پخلايني ،د اداري فساد او مخدره موادو سره د مبارزې، ښې حکومتدارۍ او په ټولو سکټورونو کي نه يوازي د واشنګټن لخوا د مرستي او همکارۍ وعده ورکړل سوه، بلکي دواړه هيوادونه ښه شريکان وبلل سول .

USA Obama mit Karzai
)انځور: AP

د حامدکرزي په دغه سفر کي د مخالفينو سره د کابل د خبرو په اړه هم د ملاتړ ډاد ورکول سو. د طالبانو د رژيم يو پخواني چارواکي او د مشرانو د جرګي غړي مولوي ارسلان رحماني دغه خبري او د امريکا دخوا د مخالفينو سره د خبرو ملاتړ يو مهم ګام بولي، خو وايي چي د طالبانو سره د خبرو کولو شرايط لا نه دي مشخص سوي .

د مشرانو جرګې لومړي نايب عبدلهادي مسلميار بيا په مجموعي ډول امريکا ته د افغان ولسمشر وروستی سفر يوه لويه لاسته راوړنه بولي او وايي،چي تر دغه سفر وروسته ټول هغه شکونه له منځه ولاړل، چي ويل کيدل د افغانستان او امريکاد متحده ايالاتو د مشرانو تر منځ واټن پيدا سوی دی ،او مناسبات يې سره خراب دي .

Flash-Galerie Obama Karzai
انځور: AP

د ځوانانو د معينيت د پروګرامونو د برخي مشره محبوبه بابکرخيل چي د افغان امريکا د مشرانو د کتني په پای کي ګډه اعلاميه لوستلې ده، وايي، چي د افغاني ښځو د حقوقو څخه د امريکايي مقاماتو ملاتړ موږ ته ددې ډاډ راکوي چي کابل به هم په پای کي په عملي ډول د ښځو حقه حقوقو ته غاړه کښيږدي .

د افغان -امريکا د مشرانو په تعينونکو خبرو کي په افغانستان کي د ناټو د ځواکونو د عملياتو پر مهال د ملکي تلفاتو پر بندولو باندي هم خبري وسوې، او د امريکايي نظامي مقاماتو لخوا ورته په دغه هکله ډاد ورکول سو . معلومه به سي چي دغه وعده تر کومه ځايه پوري صدق پيدا کوي،خو عام خلک ورباندي دومره باور نه لري .

جمال کوټوال

کتونکي : محمد قاسم نوري