1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او امریکا ترمنځ د راتلونکو همکاریو پر سر خبری

۱۳۹۰ شهریور ۱۹, شنبه

ډاکتر سپنتا وایې ښایې ډیر ژر د کابل او واشنګتن تر منځ یوه موافقه لاسلیک شي چې د دواړو هیواونو د راتلونکو همکاریو څرنګوالی بیانوي. په هغو کې د تروریزم ضد ماموریت په مقصد د افغانستان له خاوری څخه استفاده هم شامله ده.

https://p.dw.com/p/12WbK
د افغان ولسمشر د امنیتي چارو مشاور
د افغان ولسمشر د امنیتي چارو مشاورانځور: AP

د افغانستان د ملي امنیت مشاور او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، رنګین دادفر سپنتا، چې  له څو ورځو را په دې خوا په واشنګتن کې د متحده ایالاتو له لوړ پوړو چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دی وویل چی ښایې ډیر ژر افغانستان او متحده ایالات په خپلو منځو کې یوه پراخه موافقه لاس لیک کړي چې د هغې له مخې به متحده ایالات د افغانستان له خاوری څخه د تروریزم ضد ماموریت لپاره استفاده وکړي او په عین وخت کې به متحده ایالات مکلف کړي چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ له پروسې څخه د ملاتړ لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

له دې مخکې داسې رپوټ ورکړل شوی ؤ چې افغانستان او د امریکا متحده ایالات به په خپلو منځو کې یو ستراژیکی تړون وتړي چې د هغه پر اساس متحده ایالات په افغانستان کی وروسته له 2014 کال څخه کله چې خپل جنګي سرتیري وباسي پوځي حضور ته دوام ورکړي خو د داسې یو ستراتیژیکي تړون د څرنګوالې په هکله د دوړاو هیوادونو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی.

سپنتا د داسې یو تړون په هکله ډیر زیات معلومات ور نه کړل. هغه وویل:

«وروسته له دوو ورځو خبرو اترو څخه د یو شمیر لانجمنو ټکو خلاوې ډکې شوی. د بیلګې په توګه چې څوک د افغانستان په دننه کې د مشکوکو زور پالونکو او ترهګرو د نیولو او توقیف  باندې کنترول ولري او څوک د تروریزم پر ضد د بریدونو قومانده په غاړه ولري. دغسې بریدونه وخت په وخت د افغانستان د حکومت او د متحده ایالاتو ترمنځ لانجی پیدا کړی.»

سپنتا د اسوشیت برس خبري آژانس ته وویل چې  له دغې موافقې څخه د افغانستان هدف دا دی چې هغه د خپلې خاورې د امنیت او پر بهرنیو چارو باندې واکمنی ټینګه کړي.

دغسې یو دریځ د متحده ایالاتو له هغه پلانونو سره وخت په وخت په تصادم کې واقع شوی چې د افغانستان په دننه کې د هغو ترهګرو تعقیب کوي چې امريکا ته ګواښ پیدا کوي.

په عین وخت کی  سپنا د خبرو اترو څخه ووروسته پرون  وویل:

«افغانستان به هیڅکله اجازه ور نه کړي چې د هغه د خاوری څخه د ګاوندیو هیوادونو او یا کوم بل دریم هیواد پر ضد استفاده وشي.»

د متحده ایالاتو یو لوړ پوړی  پوځي چارواکي وویل:

«د داسې یوې احتمالي موافقې د تطبیق د څرنګوالی په اړه خلاوې موجود دي. متحده ایالات نه غواړي چې هغه د یو الزامي تړون بڼه غوره کړي.»

دغه چارواکي چې هویت یې نه دی بربند شوی  اسوشیتد پیرس  ته وویل:

«ښایې دا موافقه د یو بیان په توګه د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان د ولسمشرانو ترمنځ لاس لیک شي، نه د یو تړون په توګه.»

د متحده  ایالاتو یو چارواکي چې د خپل هویت د نه بربڼدولو په شرط د افغانستان او متحده ایالاتو د خبرو اترو په هکله وغږید وویل چې افغان پلاوی له متحده ایالاتو څخه  د پوځي او پرمختیایې مرستو د دوام د ضمانت غوښتونکې شو خو دغه چار واکی وویل چې په داسې یو وخت کې چې متحده ایالات له مالي ستونزو سره مخامخ دي،  امریکایې پلاوی د یو داسې ضمانت ورکول نا ممکن بولي. 

دوه نورو امریکایې چارواکو وویل چې په  یوې راتلونکې احتمالی موافقی کې به دا روښانه کړای شې چې د افغانستان په دننه کې  د مشکوکو زور پالونکو او ترهګرو د نیولو او دغه راز د شپې له خوا د پلټنو او «دهجومی حملو» صلاحیت به څوک ولري.


سپنتا په خپل دې سفر کې د هیلرې کلنتن، لیون پنیتا، مایک مولن او نورو امریکایې چارواکو سره ولیدل. هغه د خپل د سفر په پای کې وویل چې له «دغه سفر څخه ډیر راضي دی.»

سپنا دا هم وویل چې هدف دا دی  ترڅو د دسمپر په میاشت کې د افغانستان د یو نړیوال کنفرانس څخه مخکې یو موافقه  چمتو کړای شې، خو دا چې دا موافقه به څه وخت لاس لیک شي  نه د افغان او نه هم د امریکایی چارواکو له خوا کومه یادونه شوي.

ویل شوي دي چې افغانستان به له متحده ایالاتو سره دا ډول یو موافقه د خپل هیواد پارلمان او یا هم عننعنوي لویې جرګي ته د تایید لپاره وړاندې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې امریکایې چارواکو ویلې چې له افغانستان سره دغه ډول یو موافقه به ګانګرس ته د رایې د تر لاسه کولو لپاره وا نه استوی ځکه چې د امریکایې چارواکو په حواله دا یو تړون نه دی چې د سنا د موافقی غوښتنه وکړي.

د متحده ایالاتو لپاره د دی موافقی هدف دا دی چې افغانستان ته ډاډ ورکړي چې امریکا به د 2014 کال څخه وروسته هم دې هیواد ته شا وا نه اړوي او په دغه هیواد کې به د القاعدې او نورو تروریستي شبکو د غړو د له منځه وړلو لپاره خپل کار ته ادامه ورکړي.

دغه موافقه تر اوسه پوری د مسودې په پړاو کې ده خو که چیرې د داوړو اړخونو له خوا لاس لیک شې متحده ایالاتو ته به اجازه ورکړي چې وروسته له 2014 کال څخه هم د القاعدی او نورو تروریستی شبکو د تعقیب لپاره د افغانستان له خاورې استفاده وکړي.

امریکایې چارواکي ټینګار کوي چې په راتلونکې کې به د متحده ایالاتو هر ډول پوځي حضور یواځې د افغانستان د غوښتنی پر اساس وی.  د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات د واشنګتن د وروستیو خبرو اترو په اړه ویلي چې متحده ایالات د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري. هغه وزارت یادونه وکړه چی  متحده ایالات پلان  نه لري چې په افغانستان کې دایمي پوځي اډې ولري او یا «داسی یو پوځي حضور ولري چې هغه د افغانستان د ګاونډیانو لپاره ګواښ وګنل شي.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم