1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د جګړو لګښتونه به نور هم لوړ شي

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۱۰, شنبه

یوه څیړنه ښيي چې د افغانستان او عراق جگړې د امریکا له پاره له څلورو څخه تر شپږو تریلیونو ډالرو پورې تمامیدای شي. په څیړنې کې راغلي دي چې په راتلونکې کې به هم د دغو جګړو له کبله مصروفونه دوام ولري.

https://p.dw.com/p/18774
انځور: AFP/Getty Images

د هارورد پوهنتون غړې لیندا بیلمیز، دې نتیجې ته رسیدلې ده چې امریکا به په راتلونکې کې هم هغو سرتیرو ته چې په افغانستان او عراق کې یې خدمت کړی دی د روغتیایي امکاناتو د برابرولو او همداراز په عراق او افغانستان کې د جګړې د تمویل له پاره د اخیستلو شوو دولتی پورونو له کبله تر سخت مالي فشارونو لاندې وي.

په یوه رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مارچ د میاشتې ۲۹مه) د افغانستان او عراق د جګړو د لګښتونو په اړه خپور شوی دی راغلي دي: «د جګړې د کلونو د لګښتونو له کبله به متحده ایالات د پرسونل، دیپلوماسۍ، څیړنو او د نوو پوځي کړنلارو د رامنځ ته کولو په برخه کې د پانګوونې ستونزې ولري.»

بیلمیز چې د امریکا له پخواني ولسمشر بل کلنتن، سره یې کار کړی دی، ویلي دي چې تر اوسه پورې امریکا د افغانستان او عراق پر جګړو باندې دوه تریلیونه ډالر مصرف کړي دي. خو هغې پر دې خبره ټینګار کړی دی چې د دغو جګړو لګښتونه به په راتلونکې کې هم دوام ولري. هغې زیاته  کړې ده چې دغه لګښتونه به په خاصه توګه د هغو سرتیرو له پاره د روغتیایي خدمتونو د برابرولو په برخه کې وي چې په افغانستان او عراق کې یې وخت تیر کړی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې اوس هم د هغو سرتیرو له ډلې څخه چې په افغانستان او عراق کې یې دنده ترسره کړې ده، ۱.۵۶ میلیونه تنه یې له دولت څخه روغتیایي مرستې تر لاسه کوي.

بیلمیز په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې د همدغو روغتیایي لګښتونو له کبله به په راتلونکو کلونو کې هم د افغانستان او عراق د جګړو له کبله رامنځ ته کیدونکي مصرفونه لوړ شي.

بیلمیز ویلي دي چې په راتلونکې کې به ځکه دغه لګښتونه نور هم لوړ شي چې له افغانستان او عراق څخه به د راستنو شوو سرتیرو عمرونه زیات شي او لا ډیرو روغتیايي خدمتونو ته به ضرورت پیدا کړي.

په دغه څیړنه کې همداراز د افغانستان او عراق د جګړو ټولینز لګښتونه هم په ګوته شوي دي. په رپوټ کې هغو کورنیو ته اشاره شوې ده چې په جګړه کې یې خپل غړي له لاسه ورکړي دي.

تمه کیږي چې امریکا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري وساتي. نظر پوښتنې ښيي چې ډیر شمیر امریکایان اوس د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه کوي او د ولسمشر بوش پر هغې پریکړې چې له مخې یې دغه جګړه پیل شوه نیوکې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب