1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې پرانیستل کیدو نوې هیلې

۱۳۹۵ اسفند ۲۶, پنجشنبه

د پاکستان حکومت داسې هیله څرګنده کړې چې غواړي له افغانستان سره خپله پوله په دایمې شکل پرانیزې. د دواړو هیوادونو ترمنځ پولې په پاکستان کې د تیرې میاشتې د خونړیو بریدونو له امله تړل شوې وې.

https://p.dw.com/p/2ZJ5Z
Chaman Pakistanisch-afghanische Grenze geschlossen
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا، په دې هکله ویلي چې اسلام آباد په داسې اقداماتو کار کوي چې له امله یې یو ځل بیا د پولې دواړو خواوو ته سوداګري او د خلکو تګ راتګ عادي حالت ته را وګرځي.

نوموړی همداراز وايي چې داسې هیلې شته چې پوله به ډير «ژر» پرانیستل شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر هغه وروسته وتړل شوې چې په پاکستان کې یو شمیر چاودونو د ۱۲۵ کسانو ژوند واخیست.

اسلام آباد ادعا کوي چې دغه بریدونه د هغو ترهګرو له خوا پلان شوي وو چې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

سربیره پر دې چې د داوړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې د خرابوالي اوج ته رسیدلې، د لارې د بندیو له امله داوړو لوریو ته د سوداګرۍ د بندیدو له امله سلګونه زره ډالر زیان اوښتی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې، پاکستان د ۴۸ ساعتونو له پاره له افغانستان سره خپلې پولې پرانیستې  ترڅو په پاکستان کې بند پاتې شوي ۳۵ زره افغانان وکولای شي بیرته افغانستان ته واوړي.