1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان د خپلمنځي خبرو اترو پنځم پړاو

۱۳۸۹ دی ۳, جمعه

په استانبول کي د ترکيي د ولسمشر عبدالله ګل په کوربه توب د افغانستان او پاکستان مشرانوحامد کرزي او آصف علي زرداري سره وليدل. ګل وويل:« د اورګاډي د يو پتلي چي پاکستان له ترکيي سره نښلوي بايد د افغانستان له لاري تير شي.»

https://p.dw.com/p/Qk4A
د ترکیی، افغانستان او پاکستان ولسمشران
د ترکیی، افغانستان او پاکستان ولسمشرانانځور: AP

د افغانستان او پاکستان مشرانو، حامد کرزي او اصف علي زرداري نن (جمعي) د خپلو هيوادونو ترمنح د اعتماد او باور د رامنځ ته کولو په موخه په استانبول کي خبرو اترو ته سره کښيناستل. دا د هغوي ترمنځ د خبرو اترو د لړي په دوام کی پنځم پړاو ؤ چي د ترکيي په منځګړيتوب سرته رسول کيږي.

د ترکيي ولسمشر عبدالله ګل وويل: « په پنځم پړاو کي په دي هکله خبري وشوي چي څرنګه کيداي شي په دغو دواړو هيوادونو کي سوله ټينګه او پرمختيا رامنځ ته شي.» ګل د جمعي په سهار له کرزي او زرداري سره وليدل.

د ترکيي ولسمشر زياته کړه چي د امن او سولي د تينګښت لپاره افغانستان او پاکستان بايد يو بل ته لاس ورکړي. هغه وويل اوسني اقتصادي او تجارتي همکاريو ته بايد دوام پراختیا ورکړای شي. عبدالله ګل زياته کړه چي د هغه هيواد په دي برخه له دوي سره مرسته کولاي شي. د ترکيي ولسمشر يادونه وکړه چي د اورګاډي د يو پتلي چي «پاکستان له ترکيي سره ونښلي بايد د افغانستان» له لاري تير شي. دغه راز هغه د دري واړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاريو د پراخوالو لپاره غوښتنه وکړه.

ترکيي چي د ناتو يو مسلمان غړي هيواد دي له 2007 کال څخه را په دي خوا د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د پخلايني او د همکاريو د ټينګولو لپاره د خبرو اترو کوربه توب کوي.

د رپوټونو له مخي د دري واړو هيوادونو د بهرنيو، کورنيو او سوداګريو چارو وزيرانو په جلا غوڼدو کي د خپل منځي اړوندو مسايلو باندي هم خبري کړي دي.

که څه هم د ولسمشر زرداري تر مشري لاندي پاکستان له افغانستان سره اړيکي ښيي شوي، خو لا تر اوسه ځيني ځيږ ټکي موجود دي چي بايد هوار کړاي شي. طالب جنګيالي چي د لويديځ پلوي ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر ضد جنګيږي، ډيري يي د پاکستان په دننه کي ديره دي. افغان مشران اسلام آباد تورنوي چي د ياغيانو حيني مشرانو ته يي پناه ورکړي او حتي « ورسره مرسته» کوي..

پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي چي هغه خپل د ترهګرو د بريدونو قرباني دي او له 2002 کال څخه تر اوسه پوري د تروريزم ضد جګړه کي څه د پاسه 2420 سرتيري له لاسه ورکړي دي.

د پنجشنبي په ورځ کرزي او زرداري د اقتصادي همکاريود سازمان چي په هغه کي د افغانستان په شمول ترکيه، ايران، آزربايجان او د منحني آسيا دري جمهوريتونه ، تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان غړي دي، ګډون وکړ.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري