1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان بانک رئيس استعفا کړې

۱۳۹۰ تیر ۷, سه‌شنبه

د افغانستان د مرکزي بانک مشر د دندي تر پريښودو وروسته د امريکا متحده ايالاتو ته الوتي. د هغه په وينا په درغليو کي د ککړو کسانو په ګوته کولو وروسته د هغه ژوند له ګواښ سره مخامخ وو.

https://p.dw.com/p/11kl2
«د افغانستان بانک پخوانی مشر عبدالقدير فصرت»
«د افغانستان بانک پخوانی مشر عبدالقدير فصرت»انځور: DW

د ځينو راپورونو له مخه، د افغانستان بانک، مشر عبدالقدير فطرت دغه اعلان تر هغي وروسته وکړ کله چي دی د امريکا متحده ايالاتو په سفر بوخت وو. فطرت د امريکا په متحده ايالاتو کي دايمي استوګنځی لري.

د هغه په وينا، د کابل بانک د موضوع د څيړولو پر وخت د سياسي فشار سره مخامخ وو. د کابل بانک په افغانستان کي په شخصي سکتور کي تر ټولو لوی شخصي بانک وو چي اوس تقريباً د سقوط سره مخامخ دی.

د بي بي سي سره په خبرو اترو کي هغه ويلي:« کله چي ما د افغانستان په پارلمان کي خبري وکړې او د کابل بانک په کړکيچ کي مي د ځينو کسانو نومونه بربنډ کړل. زما د ښځي ژوند بيخي له خطر سره مخامخ سوی و.»

د افغانستان د ماليې وزارت وياند عزيز شمس پدې اړه د ځرګندولو څخه ډډه کړې، خو ويي ويل چي د افغانستان مرکزي بانک يوه آزاده او مستقله اداره. د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر هم په لومړيو شيبو کي د څه ويلو له پاره موجود نه وو.

د روان کال د اپريل په مياشت کي فطرت د افغانستان پارلمان ته د هغه لوړ پوړو چارواکو نومونه بربنډ کړي ول چي په دغه قضيه کي په درغليو تورن و.

کابل بانک په 2004 م کال کي د وتلي نړيوال قمارباز شيرخان فرنود لخوا تاسيس سوی و، چي پدغه بانک د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي او د ولسمشر مرستيال قسيم فهيم ورور هم د هغه سره ونډه لرله.

د دي آوازو وروسته چي د کابل بانک لوړ پوړو مشرانو د دغه بانک څخه د 900 ميليونو ډالرو په اندازه د خپل ځان له پاره پورونه اخيستي او په دغه پيسو يي په دوبي کي د ځانونو له پاره قيمتي کورونه رانيولي دي. تر دي وروسته د کابل بانک تقريباً ټولو بانک حساب لرونکي ته د افغانستان مرکزي بانک، پيسي ورکړې.

د شفافيت نړيول سازمان د افغانستان دولت څخه غوښتي چي د افغانستان له پاره د مرستي د نووو پروګرامونو د بوديجې تر منظورولو له مخه دا خبره يقيني کړي چي بيا دي ته ورته کومه داسي پيښه رامنځ ته نسي.

د نړيوال وجهي صندوق وياند ويلي « موږ د افغانستان د مرکزي بانک د مشر د فيصلې څخه خبر سوي يو.» هغه زياته کړي« موږ به خپلو خبرو اترو ته ادامه ورکړو تر څو په افغانستان کي په راتلونکي وخت کي يو کاميابه بانکي سيستم رامنځ ته کړو.»

د راپورونو له مخه فطرت د امريکا متحده ايالاتو د ويرجنيا په ښار کي په يوه هوټل کي پټ سوی او افغانستان ته د بيرته ستنيدو څخه يي معذرت غوښتی.

د امريکا د خارجه وزارت وياندي ويکټوريا نولينډ ويلي « موږ نه يو خبرچي هغه په واشنګټن کي دی.»

د کابل بانک کړکيچ تير کال د سپتمبر په مياشت کي رامنځ ته سوی، د افغانستان د دولتي مامورينو تقريبا 80 فيصده مياشتني معاشونه له همدې بانک څخه ورکول کيده.

فطرت د اپريل په مياشت کي ويلي ول چي د 900 ميلونو د ډالرو د پور څخه يوازي 47 ميلونه ډالر بيرته راګرځول سوي دي. تر دې وړاندي افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه بانک ټول شريکوال د بانک څخه ليري کړي ول او ويلي يې و که چيري دوی خپل پورونه ورنه کړي نو د قانوني چلند سره به مخامخ سي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل