1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان بانک شتمني ۵ مليارده ډالرو ته ورسېده

۱۳۸۹ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د دغه بانک ريس عبدالقدير فطرت وايي چي د مرکزي بانک د سيستمونو رغول او له بيلا بيلو سرچينو او عايداتي منابعو څخه د پيسو په وخت او سمه توګه را ټولونه د دي لامل سوې چي د افغانستان بانک په شتمنۍ کي د پام وړ زياتوالی راسي.

https://p.dw.com/p/QxV7
د افغانستان بانک ريس عبدالقدير فطرت
د افغانستان بانک ريس عبدالقدير فطرتانځور: DW

افغانستان چي د کورنيو جګړو پر مهال يې مرکزي بانک لوټ تالا سوی وو له تيرو لسو کلونو راهيسي يې د بيا رغاوني په برخه کي د پام وړ پرمختګونه سوي دي.

فطرت په ورته وخت کي د مرکزي بانک له شتمنيو د کابل بانک په نامه د يوه خصوصي بانک د ژغورلو خبره هم وکړه.

هغه وويل چي مرکزي بانک اوس د ملک په دننه کي د دولت يوه باوري مالي سرچينه ده چي پري حساب کيداي سي.

« خوشبختانه نن د افغانستان د مرکزي بانک شتمني په پينځه مليارده او پينځه ديرش مليونه واوښته او د هري ورځي په تيريدو دغه شتمني مخ پر لوړيدو ده».

د مرکزي بانک ريس همدا راز په ملک کي دننه د خوراکي او سون توکو په بيه کي د څه د پاسه ۱۲ سلنه زياتوالي خبرهم ورکړ.

فطرت وايي چي د بيو دغه دولس سلنه پاړسوب بهرني او کورني لاملونه لري.

د هغه په خبره، په تير۲۰۱۰ کال کي د نړۍ په يو شمير هيوادونو کي روان طبيعي ناورينونه او په خاصه توګه سيلابونه ددې لامل سول چي د خوراکي او سونګ توکو بي لوړي کړي چي افغانستان يې هم له اغيزو خوندي نه وو.

د افغانستان بانک ريس وايي چي په تيرو څو مياشتو کي له ګاونډيو ملکونو سره په سوداګريزو اړيکو کي د ستونزو رامنځ ته کيدل يو بل هغه لامل وو چي په کور دننه يې د سونګ او خوراکي توکو بيي لوړي کړي.

ډيری افغانان په دې آند دي چي د خوراکي توکو بيي هغه مهال له نورمال حالت څخه پورته سوې، چي ايران پر افغانستان باندي د تيلو صادرات بند کړل.

ايران تيره مياشت د هغو شاوخوا ۱۶۰۰ ټانکرونو مخه ډب کړه چي د نړۍ له بيلا بيلو ملکونو يي افغانستان ته د ايران له لاري تيل ليږدول.

که څه هم تهران او کابل د دغو ټانکرونو د آزاديدو په برخه کي هوکړه کړې خو لا هم د تيلو بيه نورمال حالت ته نده را ګرځيدلې.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل