1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان بيا رغونې ته لنډه کتنه

۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبه

په لومړيو کلونو کي د افغانستان د بيا رغاوني بهير ډير گړندی او سم پر مخ روان وو، خو وروسته وروسته په يو شمېر ولايتونو کي لږ او په ټپه ودرېدی. ويل کيږي چي د بيا رغوني په برخه کي هم د مور او ميرې چلند کيږي.

https://p.dw.com/p/13GZx
په هلمند کي د يو سړک جوړول
په هلمند کي د يو سړک جوړولانځور: DW/Rohullah Elham

د ماليي وزارت وياند عزيزشمس د معلوماتو له مخي، په تيرو لسو کلونو کي ۱۱،۴ ميليارډه ډالره د افغان دولت لخوا د هيواد پر بيلابيلو سکټورونو لګول شوي چي کمه برخه يې د افغانستان له عايداتو څخه ده.

شمس وايي د هيواد عايدات په ۲۰۰۲ کال کي يوازي ۲۰۰ ميليونه ډالره وو خو په ۲۰۱۰ کال کي د افغانستان عايدات۱۸۰۰ميليون ډالرو ته لوړ شول چي د هيواد ۶۲ سلنه عادي بودیجه جوړوي.

دعامه ګټو وزارت مرستيال احمد شاه وحيد دويچه ويله ته وويل"په تيرو لسو کلونو کي ۶۵۰۰ کيلوميتره سړکونه ډمبر او پلونه او پلچکونه يې جوړ شوي دي، ۱۲ زره کيلوميتره سړک په دوهمه درجه (شګه اچولو) بيارغول شوي دي. د احمد شاه وحيد په خبره په افغانستان کي په تيرو لسو کلونوکي ۲.۵ ملیارده ډالره د سړکونو پر جوړولو او همدارنګه په ساتلو لګول شوي دي.

دی زياتوي د افغانستان دولت اړونده تيرو بودیجو کي د سړکونو جوړوني لپاره بودیجه کمه نيول شوې وه او کابو ټولي پيسي د نړيوالو مؤسساتو لخوا لکه اروپايي ټولنه، يو اس اې آی ډي او همدارنګه عربستان، جاپان، چين، هندوستان او د المان هيوادونو لخوا لګول شوي دي.

وحيد زياتوي په تيرو لسو کلونو کي کابو ۳۶ کيلومتره د اورګاډي پټلۍ بيا رغول شوي چي افغانستان له ترکمنستان سره نښلوي.

د ښووني او روزني په برخه کي لس کاله وړاندي يوازي ۳۴۰۰ ښوونځيو په ټول هيواد کي شتون درلود، خو نن ورځ کابو ۱۴۰۰۰ښوونځي په ټول هيواد کي، زده کوونکو ته رغول شوي.

د دغه وزارت وياند، امان الله ايمان، زياته کړه په ۲۰۰۲ کال کي د افغان زده کوونکو شمير کابو يو ميليون کسانو ته رسېدی، خو اوسمهال ۸.۵ ميليونه زده کونکي په ښوونځيو کي درس وايي چي ۳۸ سلنه يي نجوني دي. لس کاله وړاندي يوازي ۱۵۰۰ کسانو د سواد د زده کړو په مؤسسو کي درس وايه خو اوسمهال۶۰۰ زره د سواد زده کړو مرکزونه جوړ شوي چي کابو ۲.۵ميليونه کسان د سواد په زده کړو بوخت دي.

دغه راز د روغتيا په برخه کي که سړی وگوري د پام وړ پرمختگونه سوي،لس کاله وړاندي په ټول هيواد کي يوازي ۴۰۰ روغتيايي مرکزونه ول، چي زياتره يې معياري نه ول. خو اوس۲۰۰۰ دولتي روغتونونه او کلينيکونه او همدارنګه تقريباً۲۰۰۰ شخصي روغتونونه او کلينيکونه خلکو ته روغتيايي اسانتياوي وړاندي کوي.

د روغتيا وزارت وياند، نوراوغلي، وايي لس کاله وړاندي يوازي د هيواد ۸ سلنه وګړو روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی درلود خو نن ورځ کابو ۶۵ سلنه افغان وګړي، لوړو او ابتدايي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

د کارپوهانو په نظر له ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۰۶ کال پوري په بنسټيزو او کار جوړونو پروژو کې ښه پرمختګ وشو خو له هغې وروسته د دولت د بدي اقتصادي پاليسي له کبله دغه پروژي له سقوط سره مخامخ شوې اوسمهال افغانستان ۹۰ سلنه، مصرفي هيواد دی، چي د توليد کچه يې کمه ده.

د ماليي وزارت د معلوماتو له مخي په تيرو لسو کلونو کي کابو۵۷ ميليارډه ډالره د مرستندويه هيوادونو لخوا په افغانستان کي مصرف شوي دي، چي د دغو پيسو يوازي ۲۰ سلنه د افغانستان د دولت لخوا لګول شوي او پاتي نوري يې د بهرنيانو لخوا په مصرف رسېدلي.

په دې حساب که سړی په تيرو لسو کلونو کي د افغانستان بیا رغاوني ته نظر واچوي نو دې نتيجې ته رسېږي، چي ډير کارونه سوي چي د هغو ساتنه بايد وسي او ډيرو نورو ته اړتيا ده، چي بايد ترسره سي.

فرهاد محمدي/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل