د افغانستان ترټولو د لوی سفارت د رغولو چارې پیل شوي

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارواکي خبرورکوي چې په نړۍ کې د افغانستان د ترټولو ستر سفارت ودانۍ ددې هیواد په پلازمینه اسلام آباد کې رغول کيږي.

په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخلیوال پرخپله رسمي فیسبوک پاڼه او همداراز په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په دې هیواد کې د نړۍ په کچه د افغانستان د ترټولو لوی سفارت د رغونې چارې پیل شوي دي.

د سفارت د فیسبوک پاڼې په حواله دغه ودانۍ په څوارلس جریبه ځمکه کی چې د ۱۹۶۰م کال راهیسې د افغانستان د حکومت ملکیت وو، رغول کیږي. د رپوټ په حواله د سفارت د ودانیو دا کمپلکس د دوه کلونو په دننه کي د انهوۍ په نامه یو ستر چینایی دولتي ساختمانی شرکت له لوري جوړیږي.

په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت په فسبوک پاڼه کی همدارنگه لیکل شوي چې ددې کمپلکس د ډبرې ایښودو په مراسمو کې یو شمیر پاکستاني مشرانو، د کابل څخه میلمنو او د پاکستان لپاره د چین پرسفیر سربیره یو شمیر نورو سفیرانو هم ګډون درلود.

د یادولو وړده چې له ګاونډې هیواد پاکستان سره د افغانستان اړیکې د یوې مودې راهیسې ډیرې خرابې شوي دي او دواړه هیوادونه په یو بل باندې د ترهګرو د ملاتړ تورونه پورې کوي.

پرورته موضوع زموږ د آرشیف څخه (31.07.2017) 

د پاکستان هغه لومړي وزيران چي ۵ کاله دوره يې نه کړه پوره

لياقت علي (اګست ۱۹۴۷ تر سپتمبر ۱۹۵۱)

د هند تر وېش وروسته د مسلم ليګ ګوند سياستوال لياقت علي د پاکستان لومړی ګورنر جنرل سو، خو په ۱۹۵۱م کال کي ووژل سو.

د پاکستان هغه لومړي وزيران چي ۵ کاله دوره يې نه کړه پوره

ايوب خان (اکتوبر ۱۹۵۸ تر اکتوبر ۱۹۵۸)

په پاکستان کي تر پوځي کودتا وروسته ايوب خان ځان د عبوري حکومت رئيس کړ. وروسته هغه سکندر مرزا له ولسمشرۍ ليري کړ او ځان يې پخپله ولسمشر کړ. له ۱۹۵۸ څخه تر ۱۹۷۱ پوري په هيواد کي لومړی وزارت نه ؤ. ايوب خان په دغه انځور کي د بريتانيا د ملکې او د هند له لومړي وزير سره په ۱۹۶۰م کال کي ښيي.

د پاکستان هغه لومړي وزيران چي ۵ کاله دوره يې نه کړه پوره

ذوالفقار علي بهټو (اګست ۱۹۵۳ تر جولای ۱۹۷۷)

په ۱۹۷۳م کال کښې د پاکستان د نوي اساسي قانون تر جوړېدو وروسته ذوالفقار علي بهټو د پاکستان لومړی وزير سو. خو په ۱۹۷۷م کال کې پر هغه پوځي کودتا وسوه او په پاکستان کي بيا پارلماني ديموکراسي د زياتو کالونو له پاره پای ته ورسېده.

د پاکستان هغه لومړي وزيران چي ۵ کاله دوره يې نه کړه پوره

بېنظير بهټو (دسمبر ۱۹۸۸ تر اکتوبر ۱۹۹۰ او له اکتوبر ۱۹۹۳ تر نوامبر ۱۹۹۶)

بېنظير بهټو د پاکستان لومړۍ مېرمنه وه چي د خپل ګوند مشري يې په ۱۹۸۲م کال کي پر غاړه واخيسته. شپږ کاله وروسته هغه د پاکستان او په ټوليزه توګه د يو مسلمان هيواد لومړۍ ښځينه صدراعظمه سوه. نوموړي د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۶ کالونو تر منځ هم د صدراعظمي چوکۍ درلوده.

د پاکستان هغه لومړي وزيران چي ۵ کاله دوره يې نه کړه پوره

نواز شريف (نوامبر۱۹۹۰ تر جولای ۱۹۹۳، له فبرورۍ ۱۹۹۷ تر اکتوبر ۱۹۹۹، له جون ۲۰۱۳ تر جولای ۲۰۱۷)

نواز شريف اول وار په ۱۹۹۰م کال کي د پاکستان لومړی وزير سو، خو په ۱۹۹۳م کال له دندې ليري کړل سو. هغه په ۱۹۹۷م کال کي بيا د پاکستان لومړی وزير سو او تر ۱۹۹۹م کاله پوري پر چوکۍ پاته سو چي بيا ورباندي جنرال پرويز مشرف پوځي کودتا وکړه. نواز شريف په ۲۰۱۳م کال کي بيا د پاکستان لومړی وزير سو او د اختلاس د تورونو له کبله د ۲۰۱۷م کال په جولای مياشت کي له چوکۍ ليري سو.

د پاکستان هغه لومړي وزيران چي ۵ کاله دوره يې نه کړه پوره

ضفرالله جمالي (نوامبر ۲۰۰۲ تر جون ۲۰۰۴)

ضفرالله خان جمالي په ۲۰۰۲م کال د پاکستان لومړی وزير وټاکل سو. هغه تر دوو کالو وروسته استعفی وکړه. په دغه انځور کي نوموړی د متحدو ايالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو د وزارت له معين سره يوځای دی.

د پاکستان هغه لومړي وزيران چي ۵ کاله دوره يې نه کړه پوره

شوکت عزيز (اګست ۲۰۰۴ تر نوامبر ۲۰۰۷)

شوکت عزير په ۲۰۰۴م کال کي د پاکستان لومړی وزير سو او په ۲۰۰۷م کال د پارلمان د دورې په پای ته رسېدو سره له چوکۍ ليري سو. نوموړی يوازنی پاکستانی لومړی وزير دی چي په پارلماني پروسه کي يې خپله دنده تر سره کړه.

د پاکستان هغه لومړي وزيران چي ۵ کاله دوره يې نه کړه پوره

يوسف رضا ګيلاني (مارچ ۲۰۰۸ تر جون ۲۰۱۲)

يوسف رضا ګيلاني په ۲۰۰۸م کال کي د پاکستان لومړی وزير سو. خو د پاکستان د سترې محکمې د پرېکړي له کبله مجبور سو چي په ۲۰۱۲م کال کي له چوکۍ ليري سي.

د پاکستان هغه لومړي وزيران چي ۵ کاله دوره يې نه کړه پوره

راجه پروېز اشرف (جون ۲۰۱۲ تر مارچ ۲۰۱۳)

راجه پروېز اشرف تر يوسف رضا ګيلاني وروسته د پاکستان لومړی وزير سو. خو د نوموړي پيپلز ګوند په ۲۰۱۳م کال په ټاکنو کي ماته وخوړه او هغه له چوکۍ ليري سو.

موږ تعقيب کړئ