1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان حکومت شپږ تنه طالبان اعدام کړل

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

د افغانستان حکومت شپږ تنه طالبان اعدام کړي دي. د جمهوري ریاست دفتر د یوې اعلامیې په خپریدو سره ویلي دي، چي دغه کسان د قربانیانو د کورنیو د پرله پسې غوښتنو په دلیل اعدام سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Ijq2
Gefängnis Pul e Charkhi in Kabul, Afghanistan
انځور: AP

د جمهوري ریاست د دفتر په دغه اعلامیه کي، چي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۸مه نېټه) سهار خپره سوه، راغلي دي:« د ترهگري بریدونو د قربانیانو د کورنیو د پرله پسې غوښتنو په نظر کي نیولو سره د هغو شپږو تنو د اعدام حکمونه صادر سوي دي، چي په سختو جرمونو او د ملکي کسانو او عامه امنیت پر ضد په جنایتونو باندي تورن ول. د هغوی د هر یوه د اعدام حکم جلا جلا توشیح سوی دی.»

په ياده اعلامیه کي ټینگار سوی، چي د دغو شپږو کسانو د اعدام حکمونه تر دقیقي مطالعې او ارزوني وروسته د جمهورریس اشرف غني له خوا لاسلیک سوي دي. زياته سوې:«د دغه حکمونو توشیح تر دقیقي څیړني وروسته او د محکمو د عادلانه پروسې تر تکمیلیدو او بشر د حقوقو د په نظر کي نیولو پراساس تر سره سوې ده. دغه حکم نن د عدلي او قضايي ارگانونو له خوا د هیواد د قوانینو مطابق اجرأ سو.»

د افغانستان حکومت په دغه اعلامیه کي ټینگار کړی دی، چي هغه کسان چي د خلگو په وژنه لاس پوري کوي، د محکمو د عادلانه پروسې تر تکمیلیدلو وروسته به د خپل عمل په سزأ ورسیږي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت او په خپله جمهورریس اشرف غني د شفافي، دقیقي او عادلانه عدلي او قضايي پروسې د په نظر کي نیولو سره د عدالت په تأمینولو او هغو مجرمینو ته د سزأ په ورکولو باندي مکلف دی، چي په ترهگري او جنايي اعمالو باندي یې لاس پوري کړی دی، بېگناه خلگ یې وژلي دي، عامه امنیت او مصؤنیت یې د خطر سره مخامخ کړی دی.»

په دغه اعلامیه کي د اعدام سوو کسانو د هویت په هکله جزیات نه دي خپاره سوي. خو د جمهوري ریاست ویاندانو ویلي دي، چي دغه شپږ کسه د طالبانو د ډلي هغه کسان دي، چي «په درندو جرمونو» باندي یې لاس پوري کړی ؤ.

هغوی په دې ورستیو کي دا هم ویلي ول، چي د هغو ترهگرو لست، چي د ستري محکمې له خوا په اعدام باندي محکوم سوي دي، د جمهورریس اشرف غني پر میز باندي پروت دی او تر ارزوني وروسته به توشیح سي.