1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان حکومت له ناخوال امنيتي وضعيت څخه خبري کوي

۱۳۸۸ مرداد ۱۵, پنجشنبه

. د دغي نقشي له مخي له 356 ولسواليو څخه 133 يي تر ډيره حده پوري له خطر سره مخامخي دي. سر بيره پر دي نقشه وايي چي آن 13 ولسوالي د دښمن تر کنترول لاندي دي.

https://p.dw.com/p/J4gH
د افغانستان نقشه او د عمومي خطر سيمي
د افغانستان نقشه او د عمومي خطر سيميانځور: Bundeswehr

د افغانستان حکومت په خپل هيواد کي امنيتي وضعيت ډير ناخوال ښودلي دي. د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت او د دي هيواد د پوځ له خوا د يوي نقشي څخه چي د رويتر خبري آژآنس ته د چهار شنبي په ورځ لاس ته ورغلي ده، څرګنديږي چي د افغانستان کابو نيمايي برخه د طالبانو او نورو پاڅون کونکو د بريدونو ګواښ لاندي پريوتي ده. د دغي نقشي له مخي له 356 ولسواليو څخه 133 يي تر ډيره حده پوري له خطر سره مخامخي دي. سر بيره پر دي نقشه وايي چي آن 13 ولسوالي د دښمن تر کنترول لاندي دي. دغه نقشه د اپريل په مياشت کي ايستل شوي ده، معني دا چي د زمري د مياشتي د 29 نيټي د جمهوري رياست او ولايتي شورګانو له ټاکنو څخه مخکي د څه مودي را په دي خوا د پراخ شوو زور زياتيو څخه مخکي.

د وړاندي شوي نقشي له مخی د افغانستان د جنوب کابو ټولو سيمي له ستر ګواښ سره مخامخي دي. ويل شوي دي چي تند لارو بسټ طالبانو په دي منځ کي له هغو سيمو څخه چي معمولا له پخوا د هغوي هډي ګنل کيږي، نورو سيمو ته هم د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي ده. د نقشي د معلوماتو له مخي حتي اوس د پلازميني کابل شا او خوا سيمي هم له خطر سره مخامخ ګڼل کيږي.

د افغانستان شمال سيمي چيرته چي د آلمان د پوځي مأموريت ساحه ده، د نقشي له مخي په اوسطه توګه خطرناکه ښکاري.

ډير لږ موده مخکي په افغانستان کي د نړيوال امنیتی مرستندوي ځواک آيساف عمومي قوماندان، جنرال Stanley McChrystal د کندوز شا او خوا سيمو د امنيت په هکله خپله انديښنه څرګنده کړه. نوموړي جنرال د آلمان د مجلي شپيګل خبري خپروني ته چي د انترنت له لاري خپريږي، وويل : « اسلام پالو غوښتل په شمال کي يو ټاټوبي جوړ کړي، د دي لپاره يي په جنوب کي له خپلو هډو څخه د مرستي انتظار درلود». د آلمان پوځ څه د پاسه دوه اوني مخکي له افغان ملي پوځ سره په ګډه په سيمه کی په عملياتو لاس پوري کړ تر څو طالبان په شا وتمبوي.

د افغانستان د کليو او باڼدو امنيتي وضعيت
د افغانستان د کليو او باڼدو امنيتي وضعيتانځور: AP

د 2001 کال په پاي کي د طالبانو د واکمني له نسکوريدو څخه را په دي خوا اوس اوس د زور زياتيو لمن پراخه شوي ده. د امريکا متحده ايالاتو د جمهور رييس بارک اوباما د نوي ستراتيژي له مخي امريکايي او بريتانوي سرتيرو په جنوب کي د طالبانو پر هډو حملي په لاره اچولي دي. يواځي د جولاي په مياشت کي د بهرنيو ځواکونو د سرتيرو د مړو شمير لږ ترلږه 71 ته لوړ شو.

امنيتي وضعيت د کرزي بيا انتخاب ته ګواښ

د افغانستان په جنوب ک امنيتي وضعيت د جمهور رييس حامد کرزي چي د جمهوري رياست په ټاکنو کي تر ټولو سيالانو پياوړي ګڼل کيږي، بيا ټاکني ته يو ډير ستر ګواښ دي. د کارپوهانو په نظر په جنوب کي په ټاکلو کي د راييو ورکونکو د لږ شمير برخي اخيستني سره ښايي د جمهوري رياست د انتخاباتو يو دوهم پړاو ته اړتيا پيدا شي. په دي ډول کيداي شي چي د کرزي دوه مهم سيالان لکه د بهرنيو چارو پخواني وزير، عبدالله عبدالله او يا د ماليي پخواني وزير اشرف غني له قدرت څخه د کرزي د ليري کولو لپاره يو ايتلاف جوړ کړي.

افغان پوليس د انتخاباتي پاڼو د يو کتار امنيت نيولي
افغان پوليس د انتخاباتي پاڼو د يو کتار امنيت نيوليانځور: AP

د افغانستان د دفاع وزارت څرګنده کړي چي ملي پوځ او بهرني سرتيري په جنوب کي د تيارسي په حال کي دي تر څو د راتلونکو انتخاباتو امنيت خوندي وساتي. خو يادونه يي کړي، البته سمدلاسه څه ويلاي نه شي چي څه شمير انتخاباتي حوزي به په جنوب کي تړل شوي بايد پاتي شي.

په دي منځ کي کرزي اعلان کړي چي له طالبانو او نور پاڅون کونکو سره یی د روغي جوړي خبرو اتری تشدید کړی. د ناتو نوي عمومي منشي ، اندرز فوګ راسموسن، هم څرګنده کړي چي د دا ډول خبرو اترو پلوي دی. هغه ټينګار وکړ، خو دا خبري اتري بايد د يو غښتلي دريځ پر بنسټ او د افغان حکومت له خوا وي. هغه وويل: « البته له دي سره پوځي زيارنو کي کموالي بايد را نه شي».

رويتر/ عبدالباري حکيم

کتونکي: عارف وردک