1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان دنوي كابينې په مقابل کي عکس العملونه

۱۳۸۸ دی ۱, سه‌شنبه

د جمهوررييس حامد كرزي لخوا ولسي جرګې ته 23 كسيزه كابينه چه ترپنځوسوفيصدو اضافه يې پخواني وزيران دي ، د مختلفو عکس العملو سره مخامخ سوې ده

https://p.dw.com/p/LAfE
ولسي جرګه
ولسي جرګهانځور: AP

كه څه هم جمهوررييس دعوه لري چه په نوو معرفي سوو وزيرانوکښي ډير كارپوهان او متخصصين شامل دي او د ډير سازش څخه پکښي كارنه دى اخستل سوى ،خود نوو نومول سوو وزيرانو په جمله کښي دوه د حاجي محقق او دوه هم د جنرال دوستم په وړانديزونو نومول سويدي .

دا چې ولسي جرګې نوو نومول شوو وزيرانوته د باور د رايو وركولو لړۍ پيل كړې او هره ورځ د 5 وزيرانو د كاري پروګرامونو د تګلاري په اورېدلو او څېړلو بوخت دي ،وايي چې په نوې كابينه كې داسې وزيران شامل دي چه په اداري فساد ككړ دي ،او په تيره دوره کښي هم كومي لاسته راوړني نلري .

په دې لړ كې د بشر د حقوقو خپلواك كمسيون او په كابل کښي د ملګرو ملتو ددفتر لخوا په خپروسوو اعلاميو كې پر ولسي جرګه ږغ سوى دى چه د باور د رايو وركولو پر مهال د پوره دقت او غور څخه كار واخلي .

د بله طرفه يو تعدادسياستمدارانو هم د نوي معرفي شوي كابينې پر څرنګوالي عکس العملونه ښکاره كړي دي :

د كابل پوهنتون استاد نسيم ګل طوطاخيل وايي لکه څنګه چه د بين امللي ټولني فشار ؤ، په هغه انداز ه كابينه مطلوبه نه ده ،

ليكوال او شاعر عصمت قانع هم د نوي كابينې پر څرنګوالي انتقادونه لري او وايي چې دا مهال د هېواد په گوټ گوټ كي جنګونه روان دي او دا كابينه ددې ظرفيت نلري چې په هېواد كې سوله تامين كړي،

سياست پوه محمد يونس فُكور وايي هرڅه چه سوي دي ،اوس د دې وخت راغلى دى ، دحامد كرزيڅخه وغوښتل سي چه وركړل سوي وعدې عملي كړي ،اود هغه کارو د سرته رسولو دپاره يې چه قسم خوړلى دى ، عملي كړي .

په دې منځ كې روڼ اندو ښځو هم عکس العملونه ښوولى دى ،او ويلي يې دي چې په كابينه كې ورسره د درو ښځينه وزيرانو ژمنه شوې وه ، خو عملي نسوه .

د ښځو په استازيتوب فاطمې ګيلاني غوښتنه كړې چې په پاته دوو وزرارتو کښي چه وزيران يې لا نه دي ټاكل شوي ،ښځي وزيرانې وټاكل سي .

د دغه فشار په مقابل کي جمهوررييس حامد كرزى ويلي دي چې غواړي د بېسوادۍ سره د مبارزې په نامه به نوی وزارت جوړ ،او يوه ښځه پکښي د وزيري په حيث و ټاكي .

جمال كوټوال

کتونکی : محمد قاسم نوري