1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د اوباما پرستراتيژۍ باندي د جرمني عکس العملونه

۱۳۸۸ آذر ۱۱, چهارشنبه

د امريکاد متحده ايالاتو د جمهوررييس بارک اوباما د نوي ستراتيژۍ او افغانستان ته د نورو عسکرو د ليږلو تر اعلانيدو وروسته ، د جرمني حکومت اوس د وخت سره مبارزه کوي

https://p.dw.com/p/KoLg
جمهوررييس بارک اوباما او صدراعظمه انګيلا ميرکل
جمهوررييس بارک اوباما او صدراعظمه انګيلا ميرکلانځور: AP

د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل يوازي د افغانستان تر کنفرانس وروسته غواړي تصميم ونيسي ، چه آيا د اوباما هغي غوښتني ته مثبت جواب ووايي،چه د متحدينو نوره همکاري او ګډ کار يې غوښتی ، او نور عسکر هم افغانستان ته وليږي .

دا وايي،

«دا په دې معنی چه موږ د امريکاد متحده ايالاتو غوښتني هم اورو ، خو موږ به په دغو ورځو کښي پر هغه باندي تصميم ونه نيسو ، بلکه هغه به د افغانستان تر کنفرانس وروسته ونيسو . »

د افغانستان بين امللي کنفرانس د راتلونکي جنوری په آخره کښي جوړيږي .

د اوباما د غوښتني سره سم بايد د ناټو غړي هيوادونه 10000 نور اضافه عسکر هم افغانستان ته وليږي ، خو د ناټو رهبري د لږ تر لږه 5000 عسکرو د ليږلو خبري کوي . پداسي حال کښي چه نور غړي هيوادونه خپله وعده ژر پر ځای کوي ، نو بيا د جرمني حکومت ډير وخت ته ضرورت لري . دا خبره د جرمني په هغه عنعنه کښي پرته ده چه حکومت بايد ډير شرايط پوره او ډيرو خبرو ته جواب ووايي : هغه بايد د جرمني داخلي – سياسي شرايط په نظر کښي ونيسي، د امريکا سره د نژدې انډيوالۍ دپاره يو څه وکي ، د جرمني مهم رول په ناټو کښي وساتي ، او په افغانستان کښي د آلماني پوځ د نظامي عملياتو ساحه په نظر کښي ونيسي . په هغه کښي دا خبره چه 4500 آلماني عسکر دي د افغانستان په شمال کښي عمليات وکي ، هم شامله ده . ميرکل وايي ،

«دغه شمال اوس خپل ستراتيژيکي اهميت بيرته پلاس راوړی دی ، ځکه چه هغه د نظامي اکمالاتو د ترانسپورټ لار ده ، او موږ طبعأ هلته په يوه سخت امنيتي حالت کښي قرار لرو، خصوصأ په کندوس کښي . »

سبا د جرمني په پارلمان کښي د آلماني پوځ پر ماموريت باندي خبري کيږي ، چه د يوه بل کال دپاره هم بايد تمديد سي . خو په اول سر کښي به ټول شيان د پخوا په ډول پاته وي : آلماني عسکر چه تعداد يې 4500 ته رسيږي، د آيساف په چوکاټ کښي دريم قوت دی . او که په راتلونکي کال کښي مثلأ د افغاني امنيتي قواوو د روزلو دپاره نور ځواکونه ليږل غواړي ، نو بايد د پارلمان موافقه بيا پلاس راوړي . او هلته خو بيله هغه هم د جرمني پر ډير ګران او دوامداره ماموريت باندي ، چه اته کاله يې دوام کړی دي ، انتقادونه مخ پر ډيريدو دي ، او لکه څنګه چه د زرغون ګوند د پارلماني فراکسيون مشر يورګن ترېتين چه وايي ، بايد دغه ماموريت په نژدې راتلونکي کښي پای ته ورسيږي .

دی وايی،

« د امريکا متحده ايالاتونه نن هغه څه کوي ، چه د هغه له کبله د جرمني پر حکومت فشار راځي ، چه د افغانستان څخه د راوتلو يو پلان وړاندي ، او د پوځي ماموريت د ختميدو دپاره تياری ونيسي . زه ددې آرزو کوم چه د هغه د اعلانيدو جرأت چه جمهوررييس اوباما درلودۍ ، د جرمني حکومت يې هم ولري . »

زرغون ګوند په افغانستان کښي پر آلماني ځواکونو باندي د نورو عسکرو وراضافه کيدل لازمي نه بولي ، خو د آلماني پوځ د ماموريت پر اوږديدو باندي به دغه ګوند تر ډيره حده پوري ممتنع رايه ورکي .

د جرمني چپي ګوند د اوباما د اوسنۍ پريکړي په باب وويل ، چه «ډير عسکر د ډير جنګ په معني دي »، او د افغانستان څخه يې د بين امللي قواوو د ژر تر ژره راوتلو غوښتنه وکړل .

ويرک هويزر/

کتونکی : محمد قاسم نوري