1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير هندوستان ته ولاړی

۱۳۸۹ شهریور ۲, سه‌شنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه خبرو د پاره هند ته په دوه ورځني سفر تللی دی.

https://p.dw.com/p/Ov0x
د بهرنيو چارو وزارت وايي چي زلمي رسول به له خپل هندي سيال ام اس کرشنا او د دغه هيواد له لومړي وزير من موهن سنګ سره په جلا جلا توګه وګوري
د بهرنيو چارو وزارت وايي چي زلمي رسول به له خپل هندي سيال ام اس کرشنا او د دغه هيواد له لومړي وزير من موهن سنګ سره په جلا جلا توګه وګوريانځور: DW

آلمان ږغ راډيو ته د بهرنيو چارو وزارت له خوا په رالېږلې وينا پاڼه کي راغلي چي زلمی رسول به په خپل دغه دوه ورځني سفر کي له هندي چارواکو سره د دواړو هيوادونو پر اقتصادي همکاريو، د سيمي پر امنيت او په خاصه توګه له ترهګرۍ پرضد په ګډه مبارزه خبري وکړي.

هند د طالبانو د حکومت له پرزيدو وروسته له افغانستان سره د سيمي په کچه د مرسته کونکو مخکښو هيوادونو په کتار کي شميرل کيږي.

افغان دولت وايي چي نوي ډهلي تر اوسه پوري له افغانستان سره څه باندي يو مليارد امريکاي ډالر مرسته کړي دي.

له هند سره که څه هم د افغان حکومت روابط ډير دوستانه بريښي خو دغي دوستۍ د سيمي په کچه له افغانستان سره دپاکستان پر اړيکو سيوري غوړولي.

اسلام آباد په افغانستان کي د هند له حضور سره چندان علاقه نه لري او ويره لري چي نوي ډهلي غواړي دخپلو اقتصادي مرستو تر څنګ په افغانستان کي خپل سياسي نفوذ ته پراخ والي ورکړي.

دمګړۍ هند له پاکستان سره په هم پولي ولايت کندهار سربيره په ننګرهار کي هم قونسلګرۍ لري.

د سياسي چارو شنونکي وايي چي افغانستان اوس د هند او پاکستان تر منځ د مقابلي په يوه ډګر بدل شوي او په دغه هيواد کي د هند او پاکستان پر اهدافو وروستي بريدونه د دغي سيالۍ يوه روښانه بيلګه ده.

تير کال د کابل په زړه کي د نوي ښار په سيمه کي د هندي ديپلوماتانو اوډاکټرانو پر يوه استوګن ځاي ځانمرګي بريد وشو چي دروند مالي اوځاني زيان يي واړاوه.

نوي ډهلي سمدستي دغه کار د پاکستان د بنسټ پالو کړيو وبلل چي پر وينا يي د دغه هيواد د استخباراتي اداري ملاتړ له ځان سره لري.

خو د کابل حکومت هيڅ کله هم د هند او پاکستان د رقابتونو په برخه کي مداخله نده کړي او له نرمي ديپلوماتيکي ژبي څخه کار اخلي.

هند ته د افغان وزير سفر په داسي حال کي صورت مومي چي وړمه ورځ د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼي خبر ورکړ چي ټاکل شوي وه طالبان، افغان دولت او هند يوه داسي د سولي معامله په لاره واچوي چي پاکستان پکي بي برخي وي.

نيويارک ټايمز له پاکستاني چارواکو په حواله خبر ورکړ چي اسلام آباد د ملاعبدالغني برادر په نيولو سره دغه معامله شنډه کړه او د هغي مخه يي ونيوله.

د بهرنيو چارو وزارت وايي چي زلمي رسول به له خپل هندي سيال ام اس کرشنا او د دغه هيواد له لومړي وزير من موهن سنګ سره په جلا جلا توګه وګوري.

د افغان او هندي مقاماتو د خبرو اصلي محور له ترهګرۍ سره جګړه ښودل شوي هغه جګړه چي کابل او هند يي خپله مشترکه بولي.

له افغان دولت سره د هند ديپلوماتيک نږديوالي ته ګاونډي پاکستان د ويري په سترګه ګوري.

د سياسي چارو افغان مبصرين په دي اند دي چي کابل بايد له هند او پاکستان سره په خپلو اړيکو کي ډير په احتياط ګامونه پورته کړ تر څو دغه بي وزله هيواد د دوو رقيبو اتومي ملکونو د سيالي په ډګر بدل نه شي.

هند ته د افغانستان دبهرنيو چارو د وزير سفر په داسي حال کي تر سره کيږي چي افغان دولت له تيرو څو مياشتو راپدي خوا له خپلو مخالفينو سره يوه جوړ جاړي ته د رسيدو لپاره لاري چاري لټوي .

آتکل کيږي چي له طالبانو سره د سولي پر پروسي هم افغان وزير له خپلو هندي سيالانو سره بحثونه ولري.

نوي ډهلي دمګړۍ د افغانستان په ډيرو ولايتونو کي د بياودانولو پروژي لري چي پکي د واټونو، بندونو او نورو ټول ګټو تاسيساتو جوړول شامل دي خو دا چي له افغانانو سره د هند مرستي تر کومه حده صادقانه دي دي پوښتني ته به وخت ځواب ورکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل