1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د بيا رغاوني موضوع او هلته حالت څنګه دی؟

۱۳۸۷ بهمن ۲۰, یکشنبه

دا هغه پوښتني وې چي د جرمني په جنوبي ښار مونشن کي د نړيوال امنيتي کنفرانس چي نن پای ته ورسيدی د افغانستان د موضوع په اړه عنوان سوې.

https://p.dw.com/p/GpYr
په مونشن کي د نړيوال امنيتي کنفرانس تالار
په مونشن کي د نړيوال امنيتي کنفرانس تالارانځور: AP

کله چي د افغانستان نوم اخيستل کيږي: سمدلاسه د خراب امنيتي وضعيت، د نشه يي موادو دکښت او يا د يو کمزوري مرکزي حکومت انځور د تحليلونکو په خبرو کي ليدل کيږي.

په افغاستان کي د ناټوله ماموريت څخه 7 کاله تير سوي، خو د هغه سازمان غړي دولتونه د افغانستان د روان وضعيت په هکله راضي نه دي. لکه څنګه چي د مونشن په کنفرانس کي د امريکا د جمهوررييس مرستيال جو بايدن وويل، چي د امريکا د متحده ايالاتو نوی حکومت د دې حالت دوام نه غواړي.

«جمهور رييس اوباما د افغانستان او پاکستان په اړه زموږ پر سياست د سره د غور کولو امر کړی دی. موږ بايد ښکاره او د لاس رسي وړ هدفونه ولرو. کله چي موږ پر خپل سياست کتنه کوو، دا دې مانا لري چي موږ د خپلو متحدينو نظرياتو او سلا مشورو ته اړتيا لرو».

که څه هم پر دې موضوع باندي د بحث له پاره لا یو څه وخت پاته دی، د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوي سياست اصلي چوکات جوړ سوی دی. په افغانستان کي به د امريکايي سرتيرو ټول شمېر تر60 زرو پوري ورسيږي، له پاکستان سره به همکاري پراخه سي او ملکي بيارغاونه به ډير اهميت پيدا کړي. له اروپايي متحدينو څخه جو بايدن په دې اړه له کومي مشخصي مرستي څخه یادونه ونه کړه. خو په دې برخه کي د ناټو عمومي منشي یاپ دې هوپ سخيفر د اروپايي دولتونو نيمګړتياوو ته ګوته ونيوله.

« زه سخت اندېښمن يم،کله چي اورم، چي امريکايان غواړي په ليوالتيا سره په افغانستان کي وڼده واخلي خو د هغوی متحدينوغوږونه کاڼه اچولي دي او ځان تير باسي او له زياتو څه کولو څخه مخ اړوي. دا د دې ماموريت دسياسي انډول او هم د ناټو له پاره ښه نه دی.»

د ناټو ټول غړي دولتونه انتظار لري چي د افغاسنتان حکومت د خپل هيواد له پاره ډير زيار وباسي.