1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د جګړې په هکله پټ اسناد څنګه مطبوعاتو ته راوتلي؟

۱۳۸۹ مرداد ۸, جمعه

پنتاګون غواړي د افغانستان د جګړې په هکله انټرنيټي شبکې ته د پټو اسنادو او اسرار د ورکولو د مسولینو د پيدا کولو دنده FBI ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/OYGE
که چيری لګول شوي تورونه پر ده باندي ثابت سي نوښايي دی به ۵۲ کالو بند محکوم سي
که چيری لګول شوي تورونه پر ده باندي ثابت سي نوښايي دی به ۵۲ کالو بند محکوم سيانځور: picture alliance/dpa

که څه هم د امريکا دمتحده ایالتونو ددفاع وزارت پوځي پټو اسنادو پر يوه څيړونکي باندي چي يووار دمخه دجون په میاشت کي هم په يوه بله فقره کي بندي سوي و، شک لري

خو په پنتاګون کی ويل سوي دغه سړي تر شک لاندي دی او له همدی امله دده په هکله څارني رواني دي.

ولي ددفاع وزارت يو ویاند ډګروال Dave Lapan ويلي چي موږ ته په روان وخت کی تر ټولو داخبر مهمه ده چي آيا دهغه معلوماتواو اسنادو له مخه په انترنيت او مطبوعاتوکي خپاره سوي، د امریکايانو او يا دهغه ملګرو او متحدینوامنيت او ژوند ته ، یا په افغانستان کي دامریکایانو او ناتوپوځي عملیاتو ته ، یا په عمومي توګه د امریکا دمتحده ایالتونو امنيت کوم خطر شته؟

په افغانستان کي دپوځي عملیاتوپه اړه پروتوکولونه ددفاع وزارت ددفتر DoD په یوه پټ کامپیوټري شبکه کي ساتل کیږي.

دې اسرارو ته هغه کسان لاس رسي لري چي پوځي پټ اسرار اوا سناد څېړي او داسي ګومان کیږي چي دغه پوڅي څيړونکي به دغه اسرار انترنیتي شبکې ته انتقال کړي وي.

ترشک لاندي سړي ښايي هغه ۲۲ کلن امریکايي وي چي په ۲۰۰۷ ميلادي کال کي يي يو ويدیويي فلم چي په عراق کي ديوې امریکايي څرخي الوتکي له خوا پر ملکي وګړو باندي حمله سوي وه، د Wikileaks انتر نیتي شبکي ته ورکړي ول.

او له همدی امله دغه ۲۲ کلن امریکايي په هماغه کال له پوځ څخه شړل شوی و چي پټ اسناد يې برملا کړي و.

دغه امریکايي Bradley Manning نومیږي او دهمدی مياشتي دپيل راهيسي په دي تور بندي دي چي د امریکا د متحده ایالتونو د اتو نافذو قوانینو پر خلاف يي عمل کړي او لوي تور چي په ده باندی لګول کیږي،هغه دجاسوسي تور دي.

که چيری لګول شوي تورونه پر ده باندي ثابت سي نوښايي دی به ۵۲ کالو بند محکوم سي. خو د Wikleaks دانترنیتي شبکي موسس Assange درې پیاوړي مدافع وکيلانو ته دا دنده سپارلي چي دBradley Manning څخه دفاع وکړي.

رابرت ګېټس په واشنګتن کي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي دي چي موږ به په ټولو ممکنه وسايلو سره هڅه وکړو چي په دغه پيښه کي ګرم کسان چي دهيواد امنيت او امنیتي اعتبار ته سخت تاوان رسولي دی، د قانون منګلو ته وسپارو ترڅو په راتلونکي کي ددغه راز پيښو مخنوي سوي وي.

ag/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زیارمل