1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د جگړې تر ټولو دروند بار د کوچنيانو پر اوږو دی

۱۳۸۹ خرداد ۲۶, چهارشنبه

په تير يوه کال کي په هوايي بمباريو، ځانمرگو بريدونو او تر مځکي لاندي ماينونو له امله شاوخوا 1000 تنو کوچنيانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی...

https://p.dw.com/p/NqtD
د يوې گولې ډوډۍ د پيدا کولو دپاره د سړکانو کاغذان ټولوي
د يوې گولې ډوډۍ د پيدا کولو دپاره د سړکانو کاغذان ټولويانځور: AP

د پاملرني د نړيوالي ټولني د الماني او لوکسامبورګي څانګي مشر ډاکتر انتون مارک ميلر د افغاني کوچنيانو د وضعي په اړه د يو نوي رپوټ د خپرېدو په اړه څرګنده کړې ده چي د افغانستان حکومت، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او د بشري حقونو نړيوالي ټولني بايدمسوليت په غاړه واخلي او د ماشومانو ساتنه مرکزي موضوع وګرځوي.

مارک ميلر ويلي دي چي، په 2009 کال کي شاوخوا 1000 کوچنيان په هوايي بمباريو، ځانمرگو بريدونو او تر مځکي لاندي ماينونو له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

د پاملرني د نړيوالي ټولني غړي زندرا بولينګ هم دغه خبره کوي او وايي چي،په افغانستان کي د زده کړو پر ځايونوباندي ډير بريدونه سوي دي.

دغه راز هغه وايي چي، په زرهاوو ماشومان په زوره په زوره ودولو ته اړ ايستل سوي د جنسي تيريو، او په جګړو کي د هغوئ څخه د کاراخستلو قرباني شوي دي.

د وسلووالو جګړواو ماشومانو په اړه دملګرو ملتو د امنيت شورا د بحثونو په مناسبت د جون د مياشتي پر 16نېټه د يو رپوټ په ترڅ کي به په افغانستان کي د کوچنيانو ناوړه وضعي ته پام واړول سي.

د کوڅو کوچنيان
د کوڅو کوچنيانانځور: AP

د واچ ليست اودپاملرني ټولني دغه رپوټ په دې دليل خپور کړی تر څو د امنيت شورا په دې اړه پور مالومات ولري.

د پاملرني د ټولني غړې مېرمن بولينګ وايي، چي په روان وخت کي د يو ماشوم د زېږېدو دپاره تر ټولو ناوړه ځای افغانستان دی، ځکه د هغې په خبره د هرو 4 کوچنيانو څخه يو يې تر 5 کلنۍ د مخه مري.

تير کال د نومبر په مياشت کي د پاملرني نړيوالي ټولني د نړيوال بانک سره په ګډه يو رپوټ خپور کړی، چي تر ډزو لاندي زده کړه، او په افغانستان کي د زده کړي پر مرکزونوباندي بريدونه نوميده.

په هغه کي راغلي وه چي په 2008 کال کي پر ښونځيو باندي 670 ګوزارونه شوي دي.

د واچ ليست او د پاملرني ټولني دغه 70 مخيزه رپوټ به ددوشنبې په ورځ په افغانستان اونيويارک کي خپور سي.

AG/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل