1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د رگبې ملي بولډله

۱۳۹۰ مهر ۱۲, سه‌شنبه

ښايي افغانان په راتلونکي نږدې وخت کي قوي تورپوستانو او يا هم آستراليانو ته په ماتي ورکولو ونه توانيږي، خو د رګبي د لوبي د ملي ټيم جوړول په دغه جګړه ځپلي هيواد کي د سپورت په برخه کي د يوي ستري هڅي ښکاروندوي کوي.

https://p.dw.com/p/12lc2
انځور: picture-alliance/dpa

دا پداسي حال کي چي د نوموړي لوبي نړيوال جام، چي په نيوزيلنډ کي به تر سره شي، چمتووالی په خپلو وروستيو شيبو کي دی. د افغانستان د ملي لوبډي ۷ کسيز ټيم د پاکستان په وچو او د خارو څخه ډکو ميدانونو کي په يو وړوکي ټورنامنټ کي ګډون کړی.

 

د افغانستان د لوبډلي منيجر، عمرعزيز، وايي : « موږ په نيوزيلينډ کي د نړيوال جام لپاره د پياوړو لوبډلو تر منځ کيد ونکي سيالي وليدې، چي ليوالتيا مو ورځ تر بلي ډيريږي. خو موږ ته لا ډير اوږد واټن پروت دی چي د دغه پياوړو لوبډلو سره سيالي تر سره کړو، لومړۍ بايد موږ په سيمه ييزه کچه سيالي تر سره کړو.»

 

دا هغوي په ثبوت ورسوله چي افغانانو په دريو لوبو کي يوه وګټله او دوه يې وبايللي. پدغه سياليو کي د پاکستان نامتو لوبډلو برخه درلوده. په پام کي ده چي د افغانستان لوبډله به د خپل دغه سفر په ترڅ کي په څو نورو لوبو کي برخه واخلي.

 

د دغي لوبډلي کپتان، جاويد رحماني، چاچي تير کال د زيات وزن اوچتولو قهرماني هم ګټلي وه وايي، چي د افغانستان د پولي څخه بيرون په لوبو کي برخه اخيستل د دغه لوبډلي لپاره يو لوی ګام دی.

 

« پاکستان د تيرو لسو کلونو څخه د رګبي لوبه کوي، هغوی تکړه لوبغاړي لري او دا زموږ سره د لوبي په زده کولو کي ډيره مرسته کوي.»

 

په افغانستان کي د رګبي لوبه په ډيرو لومړيو مرحلو کي ده. د افغانستان د رګبي فيدراسيون سږ کال د مي په مياشت کي تآسيس سوی، خو عزيز تر راروان کال د آسيا د رګبي د فوټبال د فيدراسيون سره تړاو ته سترګي په لار دي.

 

د رګبي لوبه په افغانستان کي د برتانوي ښکيلاک پر وخت پيژندل شوي وه خو هيڅکله پر دغي لوبي داسي کار نه وو سوی.

 

عزيز وايي چي بې له شکه چي دغه لوبه په افغانستان کي لاس ته راوړني لري، موږ دغه لوبه څو مياشتي وړاندي معرفي کړه او اوس په دي هڅو کي يو چي يوه ملي لوبډله جوړه کړو. ښايي دا لږ څه وخت ته اړتيا ولري خو زه ډير هيله مند يم.

 

عزيز همداشان ويلي چي يو برطانوی، سټويو بروکنګ، د افغانستان د رګبي لوبډلي سره د فني مشاور په توګه کار کوي.

 

« بروکنګ زموږ د لوبغاړو لپاره لويه مرسته ده، او زموږ د لوبغاړو سره يي د دغه لوبو په زده کولو کي ډيره مرسته کړې ده. موږ چي يو وار د هندوستان او جاپان غوندي هيوادونه ته سفرونه وکړو، زموږ لوبډلي به نوره هم پياوړې سي.»

 

د پاکستان د پنجاب آيالت د رګبي د ټولني غړي، طارق نيازي، وايي: « افغان لوبډله په رغوالي کي ښه ده، خو هغي دي ته اړتيا لري چي د رګبي لوبي غوښتني او د لوبي کولو پلان زده کړي، خو زه په دي مطمين يم چي د وخت په تيريدو سره به دوی هر څه زده کړي.»

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي:نجيب الله زيارمل