1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د شمال امنيتي وضعيت پر خرابېدو دی

مسعود جهش/dpa, دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۵, چهارشنبه

د افغانستان په شمال کې د آلماني عسکرو ماموریت مخ پر پای ته رسېدو دی خو په دغه سيمه کي امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی. د افغانستان په شمال کې هم اوس د طالبانو بریدونه ډیر شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Aqqd
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان په شمال کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی. یوازي د ۲۰۱۳ کال تر نوومبر میاشتي پوري په دغه سیمه کې ۱۶۶۰ امنیتي پېښې ثبت شوي دي، چي دا د پرتله په ۳۵ سلنه لوړ والی ښيي. په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې د افغانستان په شمالي برخو کې چې آلماني ځواکونه پکښې میشته دي ۱۲۲۸ امنیتي پېښې رامنځته شوې وې.

دغه خبره د آلمان خبري آژانس د آلماني ځواکونو د قوماندې مرکز په حواله کړې ده. دا په داسي حال کې ده چې د ایساف له خوا خپرې شوي شمېرې بیا د افغانستان د دې سیمي په اړه تر دې هم خراب انځور وړاندي کوي. د ایساف د خپرو شویو شمیرو له مخې د ۲۰۱۳ کال په لومړۍ نيمايي کې د ۲۰۱۲ کال د همدغه وخت په پرتله په امنیتي پېښو کې ۹۹ سنله ډیر والی او د همدې کال په پاته شپږو میاشتو کې د دمخه کال په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

آلماني ځواکونو په امنیتي پېښو کي د زیاتوالي عامل د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو ډیریدل ښولی دی. د دغو ځواکونو یوه ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «افغان امنیتي ځواکونه اوس د یاغیانو پر ضد عملیات کوي. دغه موضوع پخپله د امنیتي پېښو د ډیریدو عامل کیږي. خو د دغو عملیاتو په پایله کې په سیمه کې ثبات رامنځته کیږي.»

په عین حال کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د شمال امنیتي وضعیت د دغه هیواد د نورو برخو په پرتله ښه ارزوي. دغه وزارت وایي چې د افغانستان ډېري ناامني سیمي په ختیځ او سویل کې دي. په عین حال کې د آلمان د دفاع وزارت تیره اوونۍ ویلي ول چې تر دې وروسته به د افغانستان په شمال کې د امنیتي پېښو په اړه شمېرې خپرې نه کړي.

له هغه وروسته چې آلماني ځواکونو د افغانستان د شمالي ولایتونو امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل، دغو ځواکونو ته یې دا دنده هم ورکړه چې امنیتي پېښي ثبت کړي خو یو شمیر آلماني چارواکو ویلي دي چې د افغان ځواکونو له خوا ثبت شوي معلومات ډیر وخت دقیق نه وي.

د آلمان د دفاع وزارت یوازي هغه وخت د افغانستان په شمال کې د امنیتي پېښو په اړه شمېرې خپرې کړې چې دغه کار په افغانستان کې د ایساف قوماندانۍ د آلمان د خبري آژانس په غوښتنه وکړ. خو د آلمان پوځ ویلي دي چې د هغوی له خوا خپرې شوي شمېرې، کېدای شي ډیري دقیقې نه وي ځکه دغه معلومات د افغان ځواکونو له خوا راټول شوي دي.

د آلمان د پوځ له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې د ۲۰۱۳ کال په لومړۍ نیمايي کې تر هغه د تیر کال په پرتله د طالبانو په بریدونو کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د آلمان پوځ رامنځته شوي بریدونه په «امنیت پورې تړلې پېښې» بولي چې پکښې د بېلګې په توګه د بم چاودني، پر ګزمو باندي د طالبانو بریدونه او دغه شان هغه نوري امنیتي پېښي چې په مستقیم ډول د یاغیانو له خوا نه ترسره کیږي، شاملې دي. خو د ایساف له خوا خپرې شوي شمېرې تر ډیره حده پوري د آلماني ځواکونو له خوا خپرو شویو شمېرو ته ورته نه دي. ایساف امنیتي پېښي د «دښمن د بریدونو» په نوم یاداښتوي.

د افغانستان په شمال کې د امنیتي پېښو ډیریدل د ټول افغانستان له وضعیت سره ډیر توپیر لري. د ایساف له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې په ۲۰۱۳ کال کې د تیر کال په پرتله په ټول افغانستان کې امنیتي پېښي ډېري لږ زیاتي شوي دي. ایساف ویلي دي چې که څه هم د افغانستان په شمال کې امنيتي پېښي ډیري شوي دي خو بیا هم دغه سیمه په نسبي ډول د افغانستان د نورو برخو په پرتله آرامه ده.

له بلي خوا د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې تر هغه د تیر کال په پرتله ډیر افغان امنیتي ځواکونه په امنیتي پېښو کې وژل شوي دي.

آلماني چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د ډیریدو یو لوی لامل په عملیاتو کې د هغوی ډیره ونډه ده. خو پردې سربیره د تلفاتو د ډېرېدو نور لاملونه هم وړاندي شوي دي. آلمان ویلي دي چې تر دې وروسته به د افغانستان د شمال امنیتي وضعیت یوازي د رامنځته شویو امنیتي پېښو له مخي و نه سنجوي، بلکي په خپله ارزونه کې به نور فکتورونه هم په پام کې ونیسي.

په افغانستان کې د ایساف پوځي ماموریت د روان کال په پای کې ختمیږي. اوس بهرني ځواکونه کرار کرار له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي او افغان امنیتي ځواک د امنيتي ماموریتونو قومانده په لاس کې لري. که څه هم دغي موضوع د بهرنیو ځواکونو تلفات کم کړي دي، خو په عوض کې یې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ډېر شوي دي.