1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د فولکلوري سندرو د بيا راژوندي کولو هڅي

۱۳۸۹ بهمن ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان د اطلاعاتو کلتوروزارت په غوښتنه د اغاخان کلتوري ټولني په مرسته د افغانستان د فولکلوريکو سندرو او هنر د بيا راژوندي کولو پروژه پيل کړې ده.

https://p.dw.com/p/QzH2
بادغيسي ځوانان د وحيد قاسمي سره د بدلو پر مهال
بادغيسي ځوانان د وحيد قاسمي سره د بدلو پر مهالانځور: Sharafiyar
ددې پروژې په لړکي د بادغيس د کليوالي سندرغاړو اواتڼچيانو يوه ډله د هيواد د وتلي سندرغاړي وحيد قاسمي سره په هرات کي يو سندريزه باڼدار جوړ کړی.

د هرات په لرغوني ايختيارالدين کلا يوه څنډه کي د سندرغاړي وحيد قاسمي تر څنګ ځوانانو ټنګ ټکور جوړکړی اوپه کليوالي سندرو يي بانډار ګرم ساتلی.

دغه شوقيان د افغانستان د جګړه ځپلي ولايت بادغيس څخه دې بانډار ته ورغلي ول او ويل يې چي د سيمي او هيواد د اصيل کلتور بيا راژوندی کول اوساتنه يې د ځوانانو دنده ده بايد په بيا راپيداکونه کي يې هڅه وکړي.

د افغانستان دري لسيزو جګړو، د نورو تر څنګ د موسيقي او هنر پانګه هم کمزورې يا يو مخ يې په ځيني سيمو کي له منځه يووړه.

دا ځګه د طالبانو په شمول د مجاهدينو حکومت په دوران کي هم موسيقي ګنابلل کيده اومينه والو ته يې سخته جزاتعين شوې وه.

همدغه ټکي ته په کتو سندرغاړی وحيد قاسمي وايي چي، د هيواد د اصيلي موسيقۍ د بيا موندني لپاره يي د هيواد د بيلابيلو ولايتونکو کي ولسي مشرانو، او ځوانانو سره ګډ تحقيقات پيل کړي چي، له بدخشان او کابل وروسته يې دادی هرات او بادغيس د هنرمينه والوسره سندريزه بانډار تودکړی.

« دا شل کاله مي د هيواد د اصلي هنر او فولکلوريکه سندرو د تحقيق مفکوره لرله خو د بيلابيلو ستونزو په وجه يي په عملي کولو نه وم توانيدلی. له نيکه مرغه د اغاخان کلتوري ټولني مي وړانديز ومانه يو شمير پيسي يې پروژي ته منظور کړې، دا دی په بري سره موکارروان دی».

د موسيقۍ په دغه څيړنه کي، د سندرو، اتڼ او ګډا په برخه کي ځوان استعدادونه موندل کيږي.

په هرات کي د اغاخان کلتوري ټولني مشر داود وردګ وويل د افغانستان د لرغونو اثارو د رغوني په لړ کي دا هم ددوی د پروګرام يوه برخه ده.

د اغاخان کلتوري ټولني تراوسه په هرات کي د ۷۰۰ لرغونو مېنو يا اثارو په جوړونه کي مرسته کړې ده.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل