1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ماليې وزير ښاغلي احدي سره مرکه

۱۳۸۵ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

افغانستان د آزاد بازار په درشل قدم ايښی او حکومت د سوداگرو سره د ازاد بازار په پياوړي کولو کې مرسته کوي. تر څو دوی په خپل هیواد کې په خپل منځ کې د سياليو جوگه شي او د بېکارو وگړو له پاره د کار ورکولو زمينه مساعده کړي.

https://p.dw.com/p/DMpI
ډاکتر انورالحق احدي
ډاکتر انورالحق احديانځور: DW

دويچه ويله: د افغانستان اقتصاد اوس د ازاد بازار په لور گامونه پورته کړي، په دې کې د حکومت رول څرنگه ارزوئ، ياني حکومت بايد د ازاد بازار د رامنځ ته کولو يا هغه ته د لار د برابرولو په اړه څه وکړي؟
احدي: د ازاد بازار پر خوا باندې مثبت گامونه اخېستل شوي دي، په آزاد بازار کې د حکومت دنده دا ده، چې د خصوصي فعالعيت يا تشبث له پاره به قوانين وضع کوي د هغوي له پاره به لوايح وضع کوی،چې د هغوي په بازار کې رقابت موجود اوسي آما توليد پخپله د حکومت له خوا نه کيږي بلکې زيات توليد د خصوصي بازار له خوا ځنی کيږي. ځکه پخوا زموږ اقتصاد ډېر زیات د سوسياليزم پر خوا روان و، اوس يو څه وخت نيسي چې موږ د ازاد بازار د اقتصاد پر خوا باندې لاړ شو. اوس زموږ موسسات په تېرو پنځو يا څلورو کلونو کې جوړ شوي دي. که بانکداري مو ده، که قانون د پانگې اچونې مو دی، که قانون د مالياتو دی يا د ازاد بازار د هڅونې دا ټول په فرضيې باندې شوي دي. خو موږ ورو ورو پر هغې خوا بندې روان يو.
آيا دا ډول بازار ښه دی او که نه، هر مالي يا اقتصای بازار خپلې ښيگڼې هم لري او نيمگړتياوې هم. خو په نړۍ کې اوس داسې ثابته شوې چې اقتصادي بازار د نورو سيستمونو په پرتله ښه دی. يو ډنياميزم لري، يون او حرکت لری ځکه هغه څوک چې خپله گټه په دی تشبث کی ويني نو هڅه يې ډيره زياتيږي او نوښت په کي راولي اوپه پاي کي مستحليکنو ته څوک چې مصرف کوي د هغوي په گټه تمامیږي. نو دغه سيستم د اقتصاد اوس په نړۍ کي د ډيرو برياليوسيستمونو نه دې اوموږ هم دغه عملی کوو. ولی بيا هم اروپا،امريکا، جاپان او نور چې دي د دي ټولو اقتصاد په دي بازار باندی ولاړ دې. بيا هم غواړم ووايم،چې مالي بازار يا اقتصادي بازار هم خپل دردونکی شيان لری. هر سيستم خپل مثبت او منفي ټکی لری. خبره په دي کی ده،آيا مثبت ټکی يې زیات دی او که منفي. او اوس د نړۍ تجربي دا ښودلي، چي د مالی بازار مثبت ټکی زیات دی.

دويچه ويله: په داسي يو هيواد لکه افغانستان کي د ازاد بازار رامنځ ته کول به د هغو خلکو له پاره چې مالی وضع يې کمزورې وي يو لړ ستونزې را منځ ته نه کړي؟
احدي: نه مالی بازار سیالي يا رقابت رامنځ ته کوی او سیالي د زيات فعالعيت سبب کيږي او لار دی ته برابروي،چې خلکو ته ډير کار پيدا شي. بيکاری په مالی بازار کی هم شته او بي کاري په په سوسياليستي هیوادونو کي هم شته. په هغه هيوادونو کي چې حکومت په اقتصاد باندي حاکميت ولري هلته هم بيکاري ډيره زياته وی،تنخوا گاني کمی وي او د ژوند کچه ډيره ټيټه وی. سؤاستفاده له دولتي امکاناتو نه مدام زياته اوسيږي. اختلاس او رشوت په کي ډير زيات وې. ما مخکي وويل چې مالي بازار خپلي نیمگړتياوي هم لری،خو د نورو سيستيمونو په پرتله بيا هم ښيگڼي يې زياتي دی.

دويچه ويله: په آزاد بازار کي په بيې او نرخونو حکومت څومره اغيز لري، تر څو بازار کنترول کړي، ځکه په کندهار ولایت کې داسې اوازې وی چې د یو تن له خوا څخه د کندهار آزاد بازار کنتروليږي اوهر نرخ چې هغوی ږدي په هغه کولای شي ويې پلوري. ځکه د دولت له خوا څخه پر هغه باندي کوم کنترول نه شته.
احدي: که چيري يو بازار د يوتن په لاس باندي وي نو هغه په خپل ذات کي آزاد نه گڼل کيږي. په آزاد بازار کي ضرور ده چې د توليد څو ډوله سرچيني اووسيږي او څو ډوله سر چيني د پلورلو اووسيږي او که چيري دغه حالات وي نو که يو ځاي نرخ پورته وي خلک بل ځاي ته ځي. نو پلورونکي اوسوداگران د دی له پاره چې زیات مال وپلوری دی ته اړ دي،چې خپل نرخ را ټیټ کړي.
نو کوم څه چې تاسي د مخه وويلي دا د حکومت دنده ده، چې انحصار له منځه يوسي. په ځنوشيانوکی په طبعي ډول انحصار دې لکه د بريښنا په موضوع کي،هلته بيا حکومت بيه ورته ټاکی چي له دغي اندازی نه يې زیات نه شی.اخستی. يا په ځنو ځاينو کي پخوا تليفون په دي ډول باندي ؤ. خو اوس بريښنا او دا مسايل لا انحصاري شکل لري او حکومت بيه ورته ټاکی. په نورو ډيرو شیانو کی انحصاري شکل يې له منځه تللې او خلک يې په خپله قيمت ټاکي. ځکه له دريو یا زياتو کمپنيو نه په عین موضوع کي کار کوی. دا د هغوی په گټه دې،چې يو له بل سره سيالي وکړي او هر چا چي زيات مال وپلوره نو د هغه گټه به زیاته وی. د حکومت دنده د اقتصاد په بازار کي دا ده،چې قوانين وضع کړي. او د دغو قوانينو تعميل د حکومت په لاس کي دې او د پام وړ برخه د دغو قوانینو به دا وي،چې انحصار نه اوسيږي او نرخونه د خلکو له خوا فکث شي.
کوم مثال چې مو په کندهار کي ورکړ دا يو غير قانوني کار دې. زموږ حکومت تر اوسه پوري دا وړتيا يا ظرفيت نه دې پيدا کړې. خو په عادی حالت کي بايد حکومت د دي څارنه وکړی او هغه خلک ونيسي او سزا ورته ورکړی او د قانون منگولو ته يې وسپاري..

دويچه ويله: آحدی صيب! په داسي هيوادونو کي لکه افغانستان چې مالي وضع يې کمزوري وي،حکومت د بيوزلي او فقر له منځه وړلو بايد پياوړتيا وښيې. د افغانستان حکومت څومره توانيدلي دی،د بيوزلئ او فقر سره په مبارزه کي.
آحدي: د بيوزلۍ سره په مبارزه کي د يو خصوصي سکتور رول ډير مهم دې. ځکه خصوصي سکتور په اصل کي خلکو ته کار پيدا کوي. ياني د بازار په مالي حالت کي که حکومت لس په سلو کي خلکو ته کار ورکړی نو دا به ډير او وسيږي. ياني اتیا نوی په سلو کي، چې خلک کار کوی په خصوصي سکتور کي بايد چې دې کار وکړي. خو سره د دي هم د بازار په مالی وضع کي هم حکومت د فقر د له منځه وړلو له پاره ځني پروگرامونه را منځ ته کوي. په افغانستان کي خو حکومت دومره شتمن نه دې. ځکه هغه پروگرامونه چې په اروپا کي دی،لکه چې څوک بيکاره شي يو معاش ورته ورکول کيږي. يا څوک چي کور ونه لري نو يو قسم کورونه ورته ورکول کيږي او څوک،چې بيمه د روغتيا ونه لری حکومت ورته بيمه ورکوی. په خواشينئ سره زموږ مالی حالت داسي نه دي،چې دا ډول اسانيتاوي را برابری کړو.
خو بيا هم د حکومت يو ستر پروگرام د ملي يووالی دې،چې د کلو د پراختيا د وزارت له خوا پر مخ بیول کيږي. په تيرو دريو کلونو کي زيات وکم پنځه نيم سوه ميلونه ډالره په دی پروگرام باندی لگيدلي.
موخه يې داده،چې د بيوزلو وگړو او کليوالو سره مرسته وکړی. ځني پروژي ورته که څاه ويستل وي،که پلچک جوړول وی او که ښوونځي ابادول وي د دي لاري نه د خلکو سره يو څه مرسته وکړي. دا په تيرو دريو کلونو کی د افغانستان حکومت عملي کړی او په راتلونکي کي به هم ځني پروگرامونه د خپلي وسي سره سم جوړ کړی.