1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ماموريت هدف له سره تعريف شوي نه ؤ!

۱۳۸۹ تیر ۲۰, یکشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو يو پخواني وزير هانزديتريش ګنشر: «د افغانستان په ماموريت کي مونږ ډيره موده په دي سترګي پتي کړي وي چی ووايو زمونږ سرتيري په جګړه کي ښکيل دي. له بلي خوا هغوي ته مو لازم پوځي تجهيرات ور نه کړل.»

https://p.dw.com/p/OGF8
له 1974 کال تر 1992 کال پوري د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هانز دیتریش ګنشر
له 1974 کال تر 1992 کال پوري د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هانز دیتریش ګنشرانځور: ullstein - Seyboldt

يواځي دوه ورځي وروسته له هغي چي د آلمان حکومت په افغانستان کي د خپل هيواد له پوځي ماموريت څخه يو نسبي ستاينه وکړه او هغه يي د يو بشپړ برياليتوب په لور په سمه لار برابر وګانه، د دغه هيواد يو مشهور سياست وال، هانزديتريش ګينشر په دغه ماموريت باندي نيوکه وکړه.

ګينشر چي په تيرو حکومتونو کي د يوي اوږدي مودي لپاره د آلمان د بهرنيو چارو وزير ؤ او د سړي جګړي په موده کي د آلمان د بهرني سياست په ټاکلو کي ستره ونده درلوده د آلمان له راډيو سره په يوه مرکه کي د افغانستان روان ماموريت د خپلي جملي له مخي«درس اخيستونکي» وګاڼه.

د لیبرال د دیموکرات یا FDP دغه سیاست وال وويل: « په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموريت په پيل کي د هغه هدف تعريف نه شو. ډيره موده په دي واقعيت باندي سترګي پټي شوي چي زمونږ عسکر په يوه جګړه ښکيل کی دي.»

ګيشنر په خپله مرکه کي زياتوي : « سر بير پر دي له لومړی سر کی پوځ په هغو وسلو او تجهيزاتو سمبال نه شو چي ورته اړتيا وه. دا نه شي کيداي چي په سياست کي د دي ماموريت لپاره پريکړه وشي او بيا هغه وسايل او امکانات ورته برابر نه کړاي شي چي ورته اړتيا ده. او وويل شي چي د پوځ لپاره په کيسه کي پيسي نه شته.»

ګنشر چي له 1974 کال تر 1992 کال پوري د آلمان د بهرنيو چارو وزير ؤ، يعني پوره 18 کاله، وويل: « د آلمان د بهرني سياست مهمه دنده دا ده چي په اروپا کي د يوي خوځونکي قوي په توګه پاتي شي او د اروپا د يوالي په وړاندي د مخ په زياتيدو شک او ترديدونو مخه ونيسي.

ګينشر وویل: « زمونږ برخه ليک او زمونږ راتلونکي له اروپا سره تړلي دي. خو که چيري د اروپا د برياليتوب تاريخ ته دوام ور نه کړاي شي، ښايي له يو ناخوال برخه ليک سره مخامخ شو.»

ګينشر اوس 83 کال عمر لري او د آلمان د بهرنيو چارو د اوسني وزير، ګيدو وستر ويلي په په څير د ليبرال ديموکرات يا FDP د ګوند غړي دي.

وستر ويلي د جمعي په ورځ د افغانستان د ماموريت په وړاندي د خپل حکومت دريځ روښانه کړ. هغه وويل چي په افغانستان کي د شاتګونو سره سره، په ډيرو سيمو، لکه په شمال کي پرمختګونه هم شوي دي. په شمال کي د آلمان پوځ امنيتي مسووليت په غاړه لري. وستر ويلي وويل چي آلمان تصميم لري ډير ژره د دغو ولاياتو امنيتي مسووليت افغانانو ته وسپاري.

د آلمان خبري آژانس/عبدالباري حکيم

کتونکي: عارف وردک