1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د نړیوال پوځي ماموريت د رهبرۍ رول

۱۳۹۸ فروردین ۲۴, شنبه

د آلمان د دفاع وزیره اوزولا فون دیر لاین تمه لري چې امریکا متحده ایالات دې په راتلونکي کې هم په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د ماموريت د رهبرۍ رول ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/3GiUa
USA Verteidigungsministerin von der Leyen in Washington
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان د دفاع وزیرې اورزولا فون دیر لاین، د جمعې په ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې د امریکا د دفاع وزیر پاتریک شاناهان، ورته ډاډ ورکړی دی چې متحده ایالات به د پام وړ شمیر ځواکونو سره په افغانستان کې پاتې شي.

د آلمان د دفاع وزیرې ټینګار وکړ چې دا په دې معنی چې د امریکا وسله وال ځواکونه به په افغانستان کې خپل «هغه رول او ماموریت ته» دوام ورکړي چې تر اوسه پورې یې درلود.

د میرمن فون دېر لاین په خبره دا له دې امله هم مهمه ده چې د آلمان پوځ او نور نړیوال متحد ځواکونه هم خپل هغه ماموريت ته دوام ورکړي چې تر اوسه پورې یې په افغانستان کې ترسره کوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دسمبر میاشت کې په لومړي سر کې له سوریي څخه په بشپړ ډول د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، وروسته بیا د امریکا د حکومت په حواله دا هم وویل شول چې دغه هیواد په پام کې لري په افغانستان کې د خپلو ۱۴۰۰۰ مستقرو ځواکونو نیمایي یي له دغه هیواد څخه هم وباسي.

دغو دواړو اعلانونو د امریکا د متحدینو ترمنځ یو ډول نا آرامي رامنځته کړه، خو د امريکا د حکومت له خوا بېرته يوه نسبي پديده وبلل شوه. د امریکا د دفاع پخواني وزیر جیم ماتیس له سوریي څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په هکله د ترمپ تر اعلان وروسته خپله استعفاء وړاندې کړه.

د امریکا د دفاع وزیر په داسې یو وخت کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموريت د دوام خبره کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو له پاره د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو لړۍ دوام لري.

فون دیر لاین همدارنګه له خپل امریکایي سیال سره د «اسلامي دولت» ډلې پر وړاندې د اروپایي متحدینو د چلند په هکله هم خبرې کړي.

ترمپ د فبرورۍ په میاشت کې له اروپایانو څخه وغوښتل چې خپل هغه اتباع چې د سوریي په جګړه کې نیول شوي دي بیرته واخلي او په خپل هیواد کې دې يې محاکمه کړي.

فون دیر لاین، شاناهان ته ډاډ ورکړی دی چې آلمان به د «اسلامي دولت» ډلې د جنګیاليو د هر انفرادي مورد په هکله پلټنې وکړي.

په همدې منځ کې امریکا غواړي چې آلمان لږ تر لږه په سیمه کې د «اسلامي دولت» ډلې د نیول شویو بندیانو د مصارفو په برخه کې خپله ونډه ادا کړي، که دغه جهادیان په لوی شمیر آلمان ته انتقال نه شي.

کیدای شي دغسې توقیفخانې په عراق کې جوړې شي. د بغداد حکومت په دې وروستیو کې وړاندیز کړی وو چې حاضر دی په سلګونو بهرنیو جهادیانو ته د بند او محاکمې زمينه مساعده کړي.

آژانسونه/ ش. ن/ ن. ص