1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د معارف کلنی کنفرانس

خلیل الرحمن امید۱۳۹۲ اسفند ۲۵, یکشنبه

د نوي تعلیمي کال د پیل په درشل کې د افغانستان د ښوونی او روزنی وزیر فاروق وردک، د معارف په کلني کنفرانس کې وویل چې په نوي تعلیمي کال کې به څه د پاسه یو نیم میلیون نور زیات زده کونکي ښونځیو کې شامل کړای شي.

https://p.dw.com/p/1BQXL
انځور: Q.Usyan/AFP/GettyImages

د معارف د پراختیا، ودې او همغږۍ په کلني کنفرانس کې وردک وویل چی د ښوونکو د شمیر له زیاتولو، د درسي کتابونو او موادو چمتو کولو او د زده کړې له پاره د یو امن لرونکي چاپیریال له برابرولو سره یې زیار ایستلی او زیار به باسي.

دغه راز هغه په ډاګه کړه چې د تیرو څو کلونو په لړ کې یې د ادارې فساد پر وړاندې سخته مبارزه کړې ده. د پوهنې وزیر له خپلو ټولو کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د پوهنې بهیر سیاسي نه کړي او زیاته یې کړه چې په یو شمیر ولایتونو کې داسې ریئسان هم ول چې له والیانو، د ملي امنیت له ریئسانو او یو شمیر قومي مشرانو په ملاتړ یې د تړلو ښوونځیو د ښوونکو معاشونه په خپلو کې سره ویشل چې د ولسمشر په مرسته یې دغه کسان له دندو ګوښه کړي دي.

د افغانستان د پوهنې وزیر یادونه وکړه چې اوس یې معارف تر یوه بریده له فساده پاک کړی دی او لا به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. نوموړي وزیر په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې سږ کال ورته د ولایتونو د پوهنې ریئسانو ډاډ ورکړی دی چې په روان میلادي کال کې به یو لوی شمیر تړلي ښوونځې بیا پرانیزي.

د پوهنې وزیر فاروق وردک
د پوهنې وزیر فاروق وردکانځور: DW

فاروق وردک وایې چې د خپل پنځه کلن پلان له پاره مالي او نور امکانات لري او زیاتوي چې سږ کال به تر یو نیم میلیون ډیر نوي زده کوونکي په ښوونځیو کې شامل کړای شي:

«سږ کال به ۱،۶ میلیونه نوي زده کوونکي ښوونځیو ته شامل شي، د دې شمیرې په پام کې نیولو سره او دا چې سږ کال مو دوه سوه زره فارغین ورکړل، نو په ټول کې به سږ کال ۱۱ نیم میلیونه زده کوونکي په ۱۷ زره او ۷۰۰ ښوونځیو کې د ۲۰۲۱۰۰ استادانو له خوا په درس لګیا وي.»

د فاروق وردک په وینا په څلورو برخو کې يې ډیر کار کړی دی چې د ښوونکو شمیر زیاتول، د کتابونو برابرول، باامنه ماحول او ښه مدیریت دی. هغه له خپلو مامورینو څخه غوښتنه وکړه چې د همغږۍ او همکارۍ په رڼا کې ټولې چارې په ښه توګه سمبال کړي.

په نا امنو سیمو کې ستونزې

فاروق ودرک په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې هم ډیر کار کړی دی او پر دې یې ټینگار وکړ چې غواړي لا هم په ټول افغانستان کې د لوړ ظرفیت لرونکي اداره ولري.

په ورته وخت کې د جنوبي ولایتونو ریئسان وایي چې په خپلو ولایتونو کې د سیمه ییزو زورواکانو تر فشارونو لاندې دي چې د کارونو پر وړاندې یې هم خنډ شوي دي. هغوی نه یوازې د حکومت د وسلوالو مخالفینو له خوا معارف ته د خنډونو په هکله خبرې وکړې، بلکې د ځینو زورواکو چې د «حکومتي چارو مسوولیت هم لري»، د ښوونې او روزنې په تعلیمي نصاب کې لاس وهنو باندې نیوکې وکړی. د هلمند د پوهنې ریئس متین جعفر، وايي چې په دغه ولایت کې یې د کارونو پر وړاندې لویه ستونزه د سیمه يیزو چارواکو فشارونه دي:

«زموږ ستونزې لکه څرنګه چې وزیر صاحب وویل یو په معارف کې د زورواکو حرکتونه دي چې هلته یې زموږ چارې ډیرې کمزورې کړې دي او دوهم هم د تړلو ښوونځیو ستونزه ده چې خلک د بیلا بیلو لاملونو له کبله په ویره کې دي.»

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په ټولو یخو سیمو کې به د حمل د میاشتې پر دوهمه نیټه د ښوونځیو د پیل زنګ ووهل شي.