1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ملي راډيو تلويزون رئيس استعفا ورکړه

۱۳۸۵ بهمن ۴, چهارشنبه

نجيب روشن، پنځه لس مياشتې وروسته له دې چې د افغانستان د ملي راډيو تلويزون د رئيس په توگه مقرر شي، استعفا ورکړه. افغان ولسمشر حامد کرزي تر اوسه پورې کوم غبرگون نه دی ښکاره کړی.

https://p.dw.com/p/DKB3
نجيب روشن او د افغانستان او آلمان د بهرنيو چارو وزيران د نويو ستوډيوگانو د افتتاح پر مهال
نجيب روشن او د افغانستان او آلمان د بهرنيو چارو وزيران د نويو ستوډيوگانو د افتتاح پر مهال
ښاغلی روشن وايي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سره د مخالفت له امله يې دغه گام پورته کړی دی. روشن زياته کړه چې غوښتل يې د افغانستان د ملي راډيو تلويزون په شبکه کې اصلاحات راولي او هغه د عامه خدماتو يوه رسنۍ وگرځوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دغو دواړو لوړپوړو سياستوالو تر منځ لانجه يو څو اونۍ وړاندې راپورته شوې وه.