1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ملي روغي جوړې شورا تشکېلات ولې ځنډېدلي؟

۱۳۹۹ آذر ۸, شنبه

امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې د افغانستان د ملي روغي جوړې شورا د تشکېلاتو د ژر بشپړولو غوښتنه کړې. د بهرنیو چارو وزارت وايي چې راتلونکې اوونۍ به د سولې بهیر د پام وړ پرمختګونو شاهد وي. د دې شورا چارواکي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3lxKV
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abdullah Abdullah
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا د امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې له هغو اعلامیو هرکلی وکړ، چې وايي، ددې شورا تشکېلات دې ژر تر ژره بشپړ شي. د دې شورا ویاند فریدون خوځون، دویچه ویله ته وویل: «مونږ د نړېوالې ټولنې له مرستو او همکاریو څخه مننه کوو او د اروپايي ټولنې، امریکا او بریتانیا سفارتونو له وروستیو اعلامیو څخه هرکلی کوو او متعهد یو چې د یو جامع او همه شموله لیست په رامنځته کولو سره به د ملي مصالحې شورا د سولې په برخه کې اساسي ګامونه واخلي.»

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر ویلي چې د اروپایي ټولنې د هغې اعلامیې هرکلی کوي چې د ملي روغي جوړې عالي شورا د کار د پیلېدا په اړه یې خپره کړې ده.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې د ملي روغي جوړې شورا د کار پيلولو ترڅنګ پر اوربند او تلپاتې سولې هم ټینګار شوی. په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن، پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دا شورا به د افغانستان د سولې مرکچیانو ته ښه لارښوده شي او د سولې په لور به نور ګامونه واخلي.»

هاخوا په کابل کې د بریتانیا سفارت هم ټینګار کړی چې د ملي روغي جوړې شورا تشکېلات دې ژر تر ژره بشپړ شي. د دغه سفارت پر ټویټرپاڼه لیکل شوي: «د ملي روغي جوړې شورا په تشکېلاتو کې دې له میرمنو نیولې تر لږکیو او ټول قومونو ونډه ولري.»

غني او عبدالله د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د مۍ میاشتې پر ۱۷مه نېټه، سیاسي هوکړه لاسلیک کړه چې په هغې کې عبدالله عبدالله د ملي روغي جوړې شورا د رییس په توګه د سولې بهیر مشري په غاړه لري.

د غني او عبدالله ترمنځ د یوه نوي تقابل اندېښنه

د ولسمشر غني او د ملي روغي جوړې شورا د مشر عبدالله عبدالله ترمنځ په سیاسي هوکړه کې د دې شورا د تشکېلاتو په اډانه هم هوکړه شوې خو د شاوخوا ۷ میاشتو په تېرېدو سره لاهم د دې شورا تشکېلات نه دي رامنځته شوي.

د ملي روغې جوړې شورا ویاند فریدون خوځون، دویچه ویله ته وویل چې د دې شورا د غړو لیست بشپړول په ځینو نورو اړخونو پورې هم اړه لري چې ژر تر ژره باید د خپلو غړو نومونه شورا ته وسپاري.

خوځون په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو په سیاسي هوکړه کې راغلي چې د ملي روغې جوړې شورا غړيتوب لپاره ارګ هم باید خپل غړي یادې شورا ته وروپیژني.

Katar Doha | Mike Pompeu, US-Außenminister & Abdul Ghani Baradar, Taliban
انځور: Patrick Semansky/AP Photo/picture alliance

د حق او عدالت په نوم د یوه ګوند مشر ډاکټر معین ګل څمکني، دویچه ویله ته وویل چې په سیاسي هوکړه کې د سولې بهیر مشري او واک عبدالله ته منل شوی، خو ولسمشر غني نه غواړي په دې اړه ډېر واک نوموړي ته ورکړي.

ښاغلی څمکنی زیاتوي: «د امریکا، بریتانیا او اروپايي اتحاديي له اعلامیو داسې معلومیږي چې د عبدالله او غني ترمنځ یو نوی تقابل را روان دی، ولسمشر غني نه غواړي د سولې بهیر ډیر ابتکار د عبدالله په لاس ورکړي.»

د ښاغلي څمکني پر وینا د سولې بهیر پرسر د غني او عبدالله ترمنځ نوي جنجالونه به په قطر کې بین الافغاني خبرې هم له ځنډ او خنډ سره مخ کړي. ده زیاته کړه چې ولسمشر غني په قطر کې د افغان مرکچې پلاوي له ځینو پریکړو سره هم مخالف و چې له امله یې د مرکچي پلاوي ځیني غړي کابل ته راغوښتي.

د حق او عدالت ګوند مشر ډاکټر معین ګل څمکني، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «ولسمشر غني د مرکچي پلاوي له کارونو ناراضه دی، مهم ټکی دا دی چې مرکچي پلاوي طالبانو سره منلې چې د خبرو لپاره بنسټ باید د طالبانو او امریکایانو ترمنځ شوی تړون وي، چې داسې یو څه ولسمشر غني نه غواړي.»

د ولسمشر غني او عبدالله ملاقات او د سولې بهیر ته تازه هیلي

ومو غوښتل چې په دې اړه په قطر کې د افغان مرکچې پلاوي نظر هم واخلو خو له هغوی څوک په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د افغانستان د سولې بهیر کې دغو تازه راټوکېدلو خنډونو سره سره هم د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان د سولې بهیر د پام وړ پرمختګونو شاهد وي. دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د نومبر میاشتې پر ۲۸مه نیټه) ولسمشر محمداشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لیدلي دي. 

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله عبدالله ترکیې ته د خپل وروستي سفر په هکله جمهوررئیس ته معلومات وړاندې کړل او بیا «دواړو لوریو په دوحه کې په سولې مذاکراتو کې د وروستیو انکشافاتو په اړه د تفصیلې بحث ترڅنګ په نږدې راتلونکي کې دملي روغې جوړې عالي شورا د غونډې جوړېدو لپاره د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.»

بل لوري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم پر خپله ټویټر پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې «د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو تر منځ د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل د ۲۰۲۰ م کال د نومبر مياشتې په ۱۵مه نېټه په ۲۱ مادو کې تکمیل او نهايي شوی دی.» ښاغلي نعیم زیاته کړې چې دغه توافق کوربه هیواد قطر ته هم ورکړل شوی دی. 

اسماعیل شاکر – کابل