1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشریزو ټاکنو قسمي پایلې وځنډول شوې

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ خرداد ۳۱, شنبه

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستیال ویلي دي چې د ولسمشریزو ټاکنو د دوو نوماندانو تر منځ د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو له پاره د نتایجو د یوې برخې اعلانول ځنډول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CNXv
انځور: Reuters

دغه تصمیم وروسته له هغې ونیول شو چې د ولسمشرۍ یو تن نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، د ټاکنو له کمیسیونونو سره خپلې اړیکې وځنډولې او د دغه نوماند ټولو څارونکو، د رایو شمیرلو مرکزونه پریښول.

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستیال نیکولاس هېسم، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې ۲۱مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، سره له دې چې د قسمي پایلو اعلانول ځنډول شوي دي، خو د ټاکنو کمیسیون به خپل کار ته ادامه ورکړي: «دا خبره واضحه ده چې د انتخاباتو پروسه به د مهال ویش سره سمه پر مخ ولاړه شي. کوم گامونه چې اخیستل کیږي، باید له روڼتیا سره مل وي.»

نیکولاس هېسم په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې ملگري ملتونه چمتو دي چې په ټاکنو کې د ستونزو د حلولو په برخه کې کار وکړي. د هغه په وینا له دواړو نوماندانو سره په تماس کې دی او هغه معضله چې رامنځ ته شوې ده د حلولو له پاره یې په هڅه کې دي. نیکولاس هېسم په خپلو خبرو کې پر دې خبره ټینگار وکړ چې راتلونکی ولسمشر یوازې د ټاکنو له لارې ممکن دی او د ټاکنو د پروسې پرته بله کومه لاره وجود نه لري.

د ملگرو ملتونو نوموړي استازي د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو وغوښتل چې د حساسو کلمو له کارولو څخه ډډه وکړي. د هغه په وینا د افغانستان خلک په اوسني شرایطو کې د آرامۍ غوښتونکي دي.

په عین حال کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني، هم د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: «زه د کمیسیون په نمایندگۍ ژمنه کوم چې کمیسیون د دواړو انتخاباتي ټیمونو د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د جمع بندۍ د بهیر یا په ټوله کې د ټاکنو د بهیر په هکله، د هر رنگه پوښتنو یا وضاحتونو ورکولو ته چمتو دی. کمیسیون په ډیره لیوالتیا سره دغه معلومات د هغوی په اختیار کې ورکوي.»

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، احمد یوسف نورستاني
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، احمد یوسف نورستانيانځور: picture-alliance/dpa

د ټاکنو د کمیسیون د مشر په وینا په وروستیو ورځو کې د رامنځ ته شویو یو لړ ستونزو له کبله د قسمي پایلو اعلانیدل ځنډیدلي دي. د نورستاني په وينا دا خبره معلومه نه ده چې ملگري ملتونه به څه ډول د ډاکټر عبدالله او د ټاکنو د کمیسیون تر منځ منځگړتوب وکړي. هغه زیاته کړه چې په دې هکله د حکومت، د ټاکنو د کمیسیون او د ملگرو ملتونو د استازو تر منځ خبرې اترې ادامه لري.

په عین حال کې د کابل ښار په څو برخو کې د شنبې په ورځې لاریونونه هم وشول. دغه لاریونونه په سوله ییز ډول پای ته ورسیدل. د لاریونونو گډونوالو له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو پر جلا کولو ټینگار درلود.

د لاریونونو یو شمیر گډونوالو ویل چې دوی بیا جگړه نه غواړي خو ولې پاکې رایې دې له ناپاکو بېلې شي. هغوی په دې برخه کې د ملگرو ملتونو او امنیت شورا څخه د مرستې غوښتنه کوله.

په عین حال کې په کابل کې د ملگرو ملتونو نمایندگۍ له افغانانو غوښتي دي چې د احتجاجونو په ترڅ کې دې له تاوتریخوالي ډډه وکړي. دغه نمایندگۍ همداشان له افغان امنیتي ځواکونو هم غوښتي دي چې بې پرې پاتې شي.