د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شوې
۱۳۹۷ دی ۵, چهارشنبهد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتي ۲۶ نیټه) د راتلونکي کال د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو خبر ورکړ. د ټاکنو کمیسیون ویلي چې دغه ټاکنې به د څو میاشتو له پاره وځنډول شي څو د پارلماني ټاکنو پرمهال را برسیره شوو تخنیکي ستونزو ته د حل لارې وموندل شي.
د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال عبد العزیز ابراهیمي وویل چې د درغلو د مخنیوي په موخه د بیومیتریک سیستم په برخه کې کارمندانو د روزني له پاره ډیر وخت ته اړتیا ده. نوموړی وايي چې د رايه ورکوونکو د نوملړ په برخه کې هم ډیر وخت ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي ستونزو په برخه کې پر تیرو پارلماني ټاکنو سختي نيوکي شوي دي. د ولسي جرګې د ټاکنو پرمهال د بیومیتریک په برخه کې روزل شوي کارمندان کار ته حاضر نه شول او په ځینو مواردو کې د رایه ورکوونکو نومونه د دې کمیسیون په ليست کې نه ول.
په داسې حال کې چې له پارلماني ټاکنو څو میاشتې تیریږي، خو تر اوسه پوري هم د دې ټاکنو پایلې د ګڼ شمیر ستونزو له کبله نه دي اعلان شوي. په ځينو پیښو کې د درغلیو د مخنیوي په موخه د ځینو ولایتونو رایې له سره شمیرل شوي دي.