1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د پارلماني ټاکنو پايلي اعلام سوې

۱۳۸۹ آذر ۳, چهارشنبه

د افغانستان د ۳۵ انتخاباتي حوزو څخه د ۳۴ حوزو نتايج اعلام سوه او يوه حوزه چي پايلي يې ندي اعلان سوي هغه غزني دی.

https://p.dw.com/p/QGiG
انځور: AP

په وروستيو پايلو کي هغه ۲۴ کانديدان چي د ګټونکو په ليست کي ول هم د ليست څخه د ايستل سوي دي.

په کابل کي د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون ريس فضل احمد معنوي نن په يوه خبري غونډه کي ويلي چي په غزني ولايت کي د انتخاباتو په بهير کي تخنيکي ستونزي وې. د هغه په خبره د هغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کي چي په سلهاوه تنه ژوند کوي ولي وازي درو کسانو رايي ورکړې وې.

د افغانستان د پارلماني ټاکنو پايلي تر ډيرو څېړنو وروسته بيا هم نيمګړي اعلانيږي، هغه په دې مانا چي يوه انتخاباتي حوزه يعني غزني پکښي نسته.

سربيره پر دې په دغه موده کي چي د ټاکنو پايلي د يوې نېټې څخه بلي ته څنډې دې ډول ډول ادعاوي کيدې. چي حتي تيره ورځ د افغانستان لوی څارنوال وويل چي کانديدان د کابل د شهزاده سرای يا ډوبی څخه په پيسو ټاکل کيږي. او دغه ارز څارنوال ويلي ول چي د دواړو کمېسيونونو د ويندويانو دندي دي و ځنډول سي.

خو نن د انتخاباتو د کمېسیون ريس معنوي دغه ټولي خبري رد کړې. او ويې ويل چي دا د څارنوالۍ لخوا يو غير مسولانه او د قانون سره په ټکر کي عمل دی چي څارنوال د انتخاباتو د کمېسيون او شکايتونو د ارزوني د کمېسيتون د ويندويانو نددي ځنډوي.

د هغه په خبره ويندویان به خپلو دندو ته دوام ورکوي.

معنوي د يو شمېر کانديدانو هغه ادعاوي هم رد کړې چي وايي ولسمشر کرزي د ناټو د ليزبن غونډي ته د سفر تر مخه د انتخاباتو خپواک کمېسیون ته د خپلي خوښي کانديدانو ليست لېږلی و.

تيره ورځ د افغانستان په داخلي رسنيو کي داسي خبرونه خپارل سوی چي د افغانستان د اناتخاباتو د کمېسيون ريس او دهغه د دفتر ريس د هيواد څخه تښتېدلي دي.

خو د معنوي په را څرګندېدو سره هغه ټول خبرونه نا سم وبلل سول او په خپله معنوي وويل چي دی په دغه نامه چي په رسنيو کي ياد سوی کوم مامور نه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وروستيو پايلو په اړه تر اوسه پوري کانديدانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نجيب الله زيارمل

کتونکی/ عبدالباري حکیم