1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د کانو وزارت د شفافيت په لور لوړ ګامونه اخلي

۱۳۸۹ آذر ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان د کانو وزير ويلي دي چي ده په خپل وزارت کي د پخوانی شوروي دورې ته ورته ذهنيت چي په ترڅ کي يې معلومات د نورو دولتي ادارو او مدني ټولني سره نه شريکيدل، له منځه وړی دي

https://p.dw.com/p/QRFj
انځور: AP

دی وايي چي په خپل وزاررت کي يې تصفيه رامنځ ته کړې او د شفافيت په مقصد يې د لومړي ځل لپاره يو کاري پلان جوړ کړی دی .

د امريکامتحده ايالات او نور متحدين يې په دې اند دي چي د افغانستان کانونه کولای شي چي دغه هيواد د بې وزلۍاو غربت څخه خلاص ، او د اقتصادي خپلواکي په لور يې وخوځوي . دا په داسي حال کي ده چي په تيرو کلونو کي د کانونو د کيندلو ډيري پروژې د اداري فساد د موجوديت په خاطر بندي شوي دي . د اداري فساد څخه د افغانستان د کانونو د سکتور پاکول، د نړيوالو مرستندويه هيوادونو د مهمو اهدافو څخه بلل کيږي.

وحيدالله شهراني څه نا څه يو کال مخکي د افغانستان د کانونو د وزير په حيث خپله دنده پيل کړه . دی وايي چي افغانستان د استخراجي صنايعو د شفافيت د ټولني کانديد غړی دی.

د استخراجي صنايعو د شفافيت ټولنه د ناروې په پلازمينه، اوسلو کي ميشت يو سازمان دی . دغه سازمان د مدني ټولني د ځيني ګروپونو، بين المللي سازمانونو او د هغو پانګوالو چي په هيوادنوکيي د ښې دولت داری پلويان دي، يو اتحاد دی .

تر اوسه پوره يوازي پنځه هيوادونه چي په هغه کښي منګوليا او ګانا هم شامل دي، د دغه سازمان شرايطو سره مطابقت پيدا کړی دی . په همدې حال کښي د دغه سازمان د کانديدو هيوادونو په لست کښي ډير شمير هيوادونه چي د کانونو په سکتور کښي يې اداري فساد هم سته، شامل دي .

د استخراجي صنايعو د شفافيت د ټولني مشر ويلي دي، چي د هغې قواعد به ونسي کولاس چي په هيوادونو کي کاملأ اداري فساد له منځه يوسي، خو ده زياته کړي ده چي دا قواعد به د اداري فساد په له منځه وړلو کي ډيره مرسته وکړي.

د افغانستان د کانو وزيررويترز ته وويل: «تاسو د هغو پرمختګونو چي مونږ په ورستيو نهو مياشتو کي کړي دي، اندازه نسی لګولای . مونږ د دغه وزارت حالت ته تغير ورکړی دی .»

د کانونو وزارت د پخواني شوروي اتحاد په شيوه کار کاوه او د دغه وزارت کارکونکي، په دې عقيده وه چي معلومات بايد د افغانستان نورو دولتي ادارو، حتی د ماليې وزارت سره هم شريک نسي.»

ښاغلي شهراني همدا راز ويلي دي، کله چي ده د افغانستان د کانونو په وزارت کي يي کار پيل کړ، نو دغه وزارت چي 8000 کارکونکي لري، کوم پلان او ستراتيژيک هدف نه درلود.

وحيدالله شهراني چي په يو خبري کنفرانس کښي خبري کولي ويلي دي چي د پنځو کلونو څخه وروسته به د افغانستان د کانونو وزارت 1.2 ميليارده ډالر د افغانستان عوايدو ته اضافه کړي. ده زياته کړي ده چي دغه رقم به د 15 کلونو څخه وروسته 3.5 ملياردو ډالرو ته ورسيږي. دا په داسي حال کښي ده چي اوس مهال د افغانستان د بودجي يوه ډيره برخه د بهرنيو مرستو په واسطه تمويلږي.

د افغانستان دولت د يکشنبه په ورځ وويل چي د عينک د مسو د کان د سپړلو پروژه، چي د يوي چينايي کمپني لخوا مخکي بيول کيږي او په افغانستان کي تر ټولو لويه د کانونو پروژه ده ، ځنډول شوي دا ځکه چي په دغه کان کي د بودايي دوري ځيني لرغوني اثار لاس ته راغلي دي.

د کانونو پيدا کيدل په ډيرو هيوادنو کي، شخړه او اداري فساد د ځان سره راوړي دي، خو شهراني وايي چي دي به د افغانستان د کانونو په واسطه دغه هيواد د سوکالي په لور بوزي او په دغه هيواد کښي به د ژوند معيارونه لا هم لوړ کړي.

د افغانستان د ماليي وزير، عمر زاخيل وال، هم د کانونو د وزير، وحيدالله شهراني د کارونو څخه درانوي وکړ، او يو خبري کنفرانس ته يي وويل: « هغه پرمختګونه چي د افغانستان د کانونو په وزارت کښي د يو کال په مودي کښي منځ ته راغلي، په نورو هيوادونو کي به په پنځو کلونو کښي منځ ته راغلي واي.»

په هغو بدلونونو کي چي د افغانستان د کانونو په وزارت کي منځ ته راغلي دي مدني ټولني ته د کانونو په هکله د نظر ورکولو چانس برابرول او د دغه وزارت په ويب پاڼي کښي د تولو قراردادونو په هکله د معلوماتو ورکول شامل دي. شهراني هيله من دي چي تر 2012 کال پوري د استخراجي صنايعو د شفافيت د ټولني د غړيتوب وړتيا پيدا کړي.

مسعود جهش

کتونکی : محمد قاسم نوري