1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د کرکیټ لوبډله پای لوبې ته ووته

سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۱۰, پنجشنبه

په آسیایي لوبو کې د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې په نیمه پای لوبه کې هانگ کانگ ته په اتو ویکټو ماته ورکړه او پای لوبې ته یې لار وموندله. افغانستان به خپله پای لوبه سبا له سریلانکا او یا هم بنگله دیش سره تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/1DOgi
انځور: Reuters

افغانستان د پنجشنبې ورځې د پچې یا ټاس تر گټلو وروسته د هانگ لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د هانگ د کرکیټ لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو د سوځیدو پر سر یوازې ۸۸ منډې وکړې. د افغانستان بالران یا توپ اچوونکي نن ښه وځلیدل او د مقابلې لوبډلې لوبغاړې یې یو په بل پسې ژر ژر وسوځول.

د هانگ کانک لومړۍ لوبغاړی تر ۲۱ منډو جوړولو وروسته وسوځید. تر هغې وروسته د هانگ لوبډلې لوبغاړې یو په بل پسې سوځیدل او یو وخت په ۱۴ اوور کې د ۶۲ په مجموعي منډو د هانگ کانگ شپږ لوبغاړي سوځیدلي وو. د هانگ له لوري کوم توپ وهوونکي هم ډیرې منډې جوړې نه کړي. عرفان احمد ۱۷ منډې جوړې کړې او همداشان د جي پي آر لمسم، ۱۷ منډې هم د پام وړ وې چې ناسوځیدلې پاتې شو. د شلو اورونو د تر سره کیدو وروسته د هانگ اته لوبغاړي وسوځیدل او افغانستان ته یې د ۸۹ منډو هدف وټاکه.

افغان بالرانو محمد نسیم، محمد نبي او کریم صادق دوه دوه لوبغاړي وسوځول. خو د کریم صادق توپ اچونه د پام وړ وه. هغه دوه اوورونه وکړل او په دغو اوورونو کې یې د دوو رنزونو په ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.

د لوبې د پېل څخه هوا باراني وه او د لوبې په منځ کې هم کله نا کله نری نری باران وریده. په دې ترتیب د افغانستان د توپ وهنې نوبت د باران له کبله لږ څه وځنډید. د باران د وریدو له کبله د لوبې حالت بدل شو او پریکړه وشوه چې افغانستان به په ۱۵ اوورونو کې ۷۲ منډې جوړوي.

که څه هم افغانستان ته نسبتا یو آسان هدف په مخ کې پروت وو، خو د افغانستان لومړنۍ ویکټه د ۱۳ په مجموعي منډو ولویده. لومړنی افغان توپ وهونکی کریم صادق وو چې وسوځید. کریم صادق پر پنځلسو توپونو یوازې پنځه منډې وکړې. خو د افغانستان تکړه توپ وهونکي محمد شهزاد ښه لوبه وکړه او د لوبې تر اخره ناسوځیدلی پاتې شو. هغه پر ۲۸ توپونو د درو څلوریزو پر مټ ۴۱ منډې وکړې. د افغانستان بل لوبغاړی نجیب ترکی وو چې د ۱۸ منډو جوړولو وروسته وسوځید. د بالرانو وروسته په دغه بریا کې د محمد شهزاد ونډه د پام وړ ده.

په داسې حال کې چې لا هم اته لوبغاړي نه وو سوځیدلي او ۲۱ توپه لا پاتې وو افغانستان خپل ټاکلي هدف ته ورسید او هانگ کانگ ته یې په اتو وېکټو ماتې ورکړه. د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۲مه) بله لوبه د سریلانکا او بنگله دیش د لوبډلو تر منځ تر سره کیږي او گټونکی ټیم به د جمعې په ورځ له افغانستان سره پای لوبه تر سره کړي.