1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان تاریخي لوبه په مخ کې لري

۱۳۹۱ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله پخپله دویمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې له استرالیا سره مخامخیږي. دا د افغانستان په تاریخ کې ډیره مهمه لوبه گڼل کیږي. افغان کپتان وایي چې په دې لوبه کې به له خپلو پخوانیو تجربو کار واخلي.

https://p.dw.com/p/15ZAh
انځور: ACB

دغه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه به د ۲۰۱۲ کال د اګست میاشتې په ۲۵ نیټه، ماښام د دوبۍ په شارجه نړیوال کرکیټ لوبغالي کې وشي.

نوروز منگل وایي چې په دې لوبه کې به له پاکستان سره د لوبې له تجربو څخه کار واخلي.
نوروز منگل وایي چې په دې لوبه کې به له پاکستان سره د لوبې له تجربو څخه کار واخلي.انځور: AP

له استرالیا سره د افغانستان د ملي لوبډلې د نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې خبر د ټولو له پاره حیرانونکی وو ځکه چې استرالیا د یو ورځنیو لوبو په جدول کې د کرکیټ د نړیوالې شورا د پوره غړیتوب لرونکو هیوادونو په ډله کې ده.

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۲ کال د فبروري په لسمه نیټه، خپله لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د پاکستان په وړاندې وکړه. خو له استرالیا سره لوبه به د پاکستان له لوبې سره توپیر ولري ځکه چې افغانستان د دغې لوبې کوربتوب پر غاړه لري.

افغانستان د لومړي ځل له پاره د یوې نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې کوربه توب ته د تیاریو په حال کې دئ. له استرالیا سره نړیواله یوه ورځنۍ لوبه نه یوازې له معنوي پلوه بلکې له اقتصاي پلوه هم د افغانستان له پاره ځانګړی ارزښت لري.

ایا افغان لوبډله دې لوبې ته چمتو ده؟

که څه هم په تیرو څو میاشتو کې د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړي د بیلابیلو ټپونو او ناروغیو له امله له لوبډلې څخه لیرې پاتې شوي ول خو کپتان نوروزمنګل د ځان او حمید حسن په اړه پوره ډاډ ورکړ چې له استرالیا سره په لوبه کې به ولوبیږي.

حمید حسن له څو میاشتو راهیسې د پښې د ناروغۍ له کبله او نوروز منگل د لاس د گوتې د عملیات له کبله په ملي لوبډله کې نه لوبیږي.

نوروز منګل وایي چې له استرالیا سره د افغانستان لوبه به یوه تاریخي لوبه وي او افغان لوبډله به هڅه وکړي چې په ارامۍ لوبه وکړي: «له استرالیا سره لوبه د پاکستان تر لوبې هم مهمه او هم تاریخي ده، ځکه چې استرالیا په نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې ریکارد لري.»

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلې پیاوړی او تیز توپ اچونکی لوبغاړی حمید حسن، چې د دوشنبې په ورځ له انګلستان څخه تر درملنې وروسته هیواد ته راستون شوی دئ وایي چې اوس په عادي ډول خپل تمرینات مخ ته وړي او هڅه به وکړي چې د استرالیا پر وړاندې لوبه کې یو ځل بیا خپله وړتیا وښیي.

حمید حسن وایي چې د اګست په میاشت کې به له ملي لوبډلې سره یو ځل بیا یوځای شي: «اوس ډیر ښه شوی یم. د توپ اچولو تمرین کوم. کومه خاصه ستونزه نه شته.»

افغانستان له دې لوبې څه تر لاسه کوي؟

د شارجې لوبغالی د افغانستان د کرکیټ په واک کې ورکړل شوی دئ او د افغان لوبډلې میدان یا «Home Ground» بلل کیږي. دا په دې معنې چې د افغانستان او استرالیا د لوبې پرمهال چې له دغه لوبغالي څخه کومې ګټې ترلاسه کیږي ۵۰ سلنه ئې د افغانستان کرکیټ بورد او پاتې ۵۰ سلنه ئې د شارجې د نړیوال کرکیټ ادارې ته ورکول کیږي.

د دې تر څنگ په نړیوالو لوبو کې ډیر وخت له لوبډلو سره مالي ملاتړ کیږي. له دې لارې هم د افغانستان لوبډله کولای شي چې ډیرې پېسې تر لاسه کړي.

په پلان کې ده چې له استرالیا سره د یوې ورځنۍ لوبې عاید په افغانستان کې د کرکیټ د ودې له پاره وکارول شي.

ايا افغانستان دا لوبه کټلای شي؟

د افغانستان د کرکیټ بورد اجرائیوي رئیس ډاکټر حامد شینواری وایي: «دا د افغان لوبغاړو له پار یو طلایي چانس دئ. استرالیا د کرکیټ پیاوړې لوبډله لري خو افغانستان هم تر چا کم نه دئ. افغانستان د ګټلو پنځوس سلنه چانس لري.»

د کرکیټ د ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړی او د لوبغاړو د انتخاب د څانګې مشاور رئیس احمدزی، وایي چې که افغان لوبغاړي له حوصلې کار واخلي او هغه نیمګړتیاوې چې له پاکستان سره ئې په لوبه کې لرلې بیا تکرار نه کړي نو له استرالیا سره به ډیره په زړه پورې لوبه وشي:

«افغان لوبغاړي باید د ښې لوبې کولو هڅه وکړي. د دوی کار باید له بال او بیټ سره وي نه دا چې په نوم پسې وګرځي. زه پوره باوري یم چې افغان لوبغاړي ښې وړتیاوې لري خو د تجربې نه شتوالی ئې کله نا کله د ناکامۍ لامل ګرځي.»

حمید حسن له خپلو خکلو څخه غواړي چې هغه ته دعا وکړي.
حمید حسن له خپلو خکلو څخه غواړي چې هغه ته دعا وکړي.انځور: Afghan Cricket Board

افغان ژورنالست او د کرکیټ د چارو شنونکی ښاغلی هاند، له استرالیا سره د افغانستان د ملي لوبډلې لوبه حیراونکې بولي او وایي:

«له استرالیا سره د افغانستان لوبه په دې معنی ده چې یو شپیته کلن سړی پنځه کلن ماشوم ته په غیږ ورولو. استرالیا په کرکیټ کې دیره تجربه لري خو افغان لوبغاړي هم د دې وړتیا لري چې د استرالیا پر وړاندې لوبه وکړي.»

هاند زیاتوي چې له استرالیا سره لوبه د افغان لوبغاړو پر مورال باندې مستقیمه اغیزه لري: «له پاکستان سره د افغانستان له لوري د ښې لوبې تر سره کول نړیوالو ته د افغان لوبغاړو د پیاوړتیا ښه ثبوت وو. له استرالیا سره په لوبه کولو به افغان لوبغاړي نور هم جرأت پیدا کړي.»

د کرکیټ دغه کارپوه وایي چې اوس چې افغانستان نړیوالو شل اوریزو لوبو ته چمتوالی نیسي، له استرالیا سره دا یوه ورځینۍ لوبه د هغوی له پاره یو ډیر ښه تمرین بلل کيږي.

که د افغانستان او استرالیا د لوبې پایله هر څه وي، دا چې افغان لوبډله له استرالیا سره لوبه ترسره کوي، پخپله د افغانستان له پاره لویه بریا ده.

نصرت الله وفا
کتونکی: مسعود جهش