1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخ

د افغانستان د یهودیانو تاریخي اثار نندارې ته وړاندې شول

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

د یهودیانو ډیر نادر په لاس لیکل شوي اثار چې په افغانستان کې موندل شوي دي د لومړي ځل له پاره د سنت پیترزبورګ په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول. دغه اثار د افغانستان په شمال کې کشف شوي وو.

https://p.dw.com/p/3PQd9
Die afghanischen Genisa aus der Nationalbibliothek in Jerusalem
انځور: AFP/Getty Images/M. Kahana

د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر میاشتې یوولسمه نیټه) په سنت پیترزبورګ ښار کې د افغانستان د یهودیانو یو شمیر په لاس لیکل شوي تاریخي اثار چې د «افغانستان د جنیزای» په نوم یادیږي، نندارې ته وړاندې شول.

د «اوریشلم پوست» ورځپاڼې په حواله، دغه اثار د وریښمو پر لار میشتو یهودیانو د ژوند په اړه دي چې د «منځنیو پیړیو د خراسان ژوند» په نوم نندارتون کې، نندارې ته وړاندې شوي دي.

دغه په لاس لیکل شوي اثار په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په شمال کې وموندل شول. په موندل شویو پاڼو کې یو هغه سند هم شامل دی چې قدامت یې په ۱۳مې میلادي پیړۍ کې د مغولو تر برید مخکې کلونو ته رسیږي.

دغه په لاس لیکل شوي اثار په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په شمال کې موندل شوي دي.
دغه په لاس لیکل شوي اثار په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په شمال کې موندل شوي دي.انځور: AFP/Getty Images/M. Kahana

د اسرائیلو ملي کتابتون په ۲۰۱۳ کال کې شاوخوږا ۳۰۰  پاڼې ترلاسه کړې چې په کې مذهبي مراودات، لیکونه او کتبي تړونونه شامل وو. دغه اسناد په عبري، آرامي، عربي او فارسي ژبو لیکل شوي دي. پر دې سربیره ځینې دغه خطي اثار په فارسیهود ژبه هم لیکل شوي دي. دغه ژبه د پخواني خراسان د فارسي ژبو یهودیانو تر منخ ویل کیده.

ms/kh (KNA)