1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د افغانستان ستونزه د جگرې له لاري نه حليږي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

د روسيې د دفاع وزارت چارواکي وايي، چي په افغانستان کي د ثبات راتلو له پاره بايد ډيره پاملرنه د مدني بنسټونو جوړولو ته وسي.

https://p.dw.com/p/14kUh
انځور: picture alliance/ZB

د روسيې ددفاع وزير اناتولي سيرديوکوف د چين په پلازمېنه پېکين کي د شانگهای د همکاريو سازمان ددفاع وزيرانو په غونډه کي وويل، چي موږ په افغانستان کي دثبات ټينگولو ملاتړ کوو:«د افغانستان حالات پر سيمه باندي مستقيمي اغېزې لري»

د هغه په خبره، په سيمه کي د تروريزم او مخدره موادو د پراختيا يوه عمده ستونزه په دغه هيواد کي د داخلي وضعيت نه معلومېدل دي:

«افراطيان او د مخدره موادو قاچاقوړونکي ددغه هيواد له بې ثباتۍ څخه په گتي اخيستلو سره مشترک المنافع هيوادونو«СНГ» ته ور ننوزي، چي دا مخامخ زموږ پر حياتي منافع باندي اغېزلري.»

د مسکو په خبره، يوازي د جنگ له لاري د افغانستان د مسئلې حل ناممکن دئ.

د روسيې ددفاع وزير اناتولي سيرديوکوف وايي، چي په افغانستان کي بايد ډيره پاملرنه د مدني بنسټونو جوړولو، اقتصادي پراختيا او پخلايني ته وسي.

هغه په پېکين کي د شانگهای د همکاريو سازمان ددفاع وزيرانو په غونډه کي وويل، چي روسيه په افغانستان کي د نړيوالي ټولني ملاتړ کوي او هغوی ته ئې د حمل ونقل لاري برابري کړي دي.

سيرديوکوف دغه راز وويل، چي په افغانستان کي د ثبات راتللو له پاره د افغانستان او پاکستان ټينگي اړيکي ډيري مهمي دي.

د هغه په خبره د پاکستان په دننه کي ټولنيز او سياسي حالت د انديښنې وړ دئ. موږ د هغه هيواد په شمال لوېديځ کي د تروريزم په وړاندي مبارزه کي ددغه هيواد د حکومت هلي ځلي ستايو.

تروريزم بايد په دغه هيواد کي وټکول سي، چي نه يوازي په هغه هيواد، بلکي تر هغه دباندي هم بيا ددې توان ونه لري، چي خپلي شومي موخي ترسره کړي.

د روسيې ددفاع وزير زياته کړه، چي د کابل او اسلام اباد پياوړي اړيکي به په سيمه کي د سولي او ثبات په راوستلو کي ډيري گټوري تمامي سي.

بله خوا بيا د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف ويلي دي، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل بايد د هغه هيواد د امنيتي ځواک په وړتيا پوري تړلی وي.

«له بده مرغه چي د افغان امنتي ځواک وړتيا ددې نه ده، چي دهيواد دننه امنیتي چارو ته دي يوازي اوږه ورکړي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعودجهش