1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان سره په ميلياردو ډالره شوي مرستي څه سوي؟

۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبه

له تيروڅه باندي لسو کلونو راهيسي له افغانستان سره په لسهاوو ميليارده امريکايي ډالر مرسته شوي. دغه مالي مرستي د بن د لومړۍ غونډي را په دې خوا بيا تر ننه پورې مصرف سوې او مصرفيږي.

https://p.dw.com/p/13MHM
«يوازي تير کال نړيوالي ټولني له افغانستان سره شپاړس ميليارده امريکايي ډالر مرسته کړې»
«يوازي تير کال نړيوالي ټولني له افغانستان سره شپاړس ميليارده امريکايي ډالر مرسته کړې»انځور: picture alliance/chromorange

ددغو مرستو په يوه اندازه د هغه هیواد واټونه رغول شوي، په ځينو برخو يې د ملکي ادارو او سيمه ييزو بنسټونو رغونه شوې، او ځيني نوري يې بيا په فرهنګي او نوروچارو لګول شوي دي.

افغان دولت ته هر کال په انډوليز ډول تر لس ميلياره ده امريکايي ډالره د بېلا بېلو هيوادونو له لوري په خاصه توګه د امريکا د متحده ايالتونو او نړيوال بانک له لوري ورکړل شوي.

که څه هم تر اوسه افغانستان په خپلو کورنيو عوايدو خپل لګښتونه نشي برابرولای خو بيا هم د دغه هيواد د ګمرکونو په سيستماتيکولو او د کانونو پر را ايستلو پانګونه روانه ده، تر څو حکومت وتوانيږي چي خپل لګښتونه په يوازي سر پر غاړه واخلي.

د ماليې وزارت رسمي شمېرې ښيي، چي د يوه سړي کلنی عايد څه باندي ۴۵۰ ډالرو ته لوړ شوی په داسي حال کي چي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال يوازي پنځوس ډالره وو.

خو لا هم ډيری خلک په فقر کي ژوند کوي، ډير لوی ښارونه لا بريښنا نه لري، د ځمکني او هوايي ترانسپورت په برخه کي د تيري پيړۍ له وسايلو کار اخيستل کيږي.

د افغانستان د ماليي وزارت د بهرنيو مرستو د اغيزمنتوب د څار ډلي مشره سلوا دستګير دويچه ويله پښتو ويپاڼي ته وويل، چي يوازي تير کال نړيوالي ټولني له افغانستان سره شپاړس ميليارده امريکايي ډالر مرسته کړې په داسي حال کي چي د ټولو نا خالصو کورنيو عوايدو اندازه څه کم دوه ميليارده ډالره ته رسيږي.

«له افغانستان سره د نړيوالي ټولني په ميلياردونو ډالره مرسته شوي پيسې تر ډيره له سمو لارو لګول شوي او نن يې اغيزمنتوب له ورايه د خلکو په ژوند کي ليدلای شو، خو زموږ هڅي دا دي چي د بن په کنفرانس کي د دغو مرستو د لګولو مشرتوب د افغانانو له لوري وشي.»

ويل کيږي چي د افغانستان ډيره شتمني او عوايد د محدودو هغو کسانو جيبونو ته ورځي، چي په لوړو حکومتي څوکيو کار کوي او يا يي نږدي کسان ستري اقتصادي پروژي په واک کي لري.

د افغانستان د اقتصادي چارو شنونکئ فضل الرحمان اوريا وايي اداري فساد د نړيوالو د مرسته شويو پيسو اغيزمنتوب ته سخت زيان ورساوه او ورسره يي د اوسني نظام مشروعيت هم تر پوښتني لاندي راوست.

«حکومت تر پزي په فساد کي ډوب دئ، حکومت د خلکو د باور د تر لاسه کولو له پاره چي يوازنی شعار يې وو پاته راغلی، د حکومت راتلونکی لر ليد اوسنيو حالاتو ته په کتو سره ډير تياره ښکاري».

افغان حکومت ويلي چي د بن په دوهمه غونډه کي به له دوئ سره د مالي مرستو ژمني نه کيږي.

خو هغه څه چي دوئ يې غواړي هغه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د تيرو لسو کلونو لاس ته راوړنو د ساتلو له پاره د يوه نړيوال سياسي تظمين تر لاسه کول دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل