1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان شمال ته نوي امريکايي ځواکونه استول کيږي

۱۳۸۹ فروردین ۱, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو يو دفاعي چارواکي ويلي، چي ښايي د افغانستان شمال ته نور2500 سرتيري واستوي ترڅو د طالبانو د فعاليتونو مخه ونيسي...

https://p.dw.com/p/MYja
په افغانستان کي امريکايي ځواکونه د پوځي تمريناتو پرمهال
په افغانستان کي امريکايي ځواکونه د پوځي تمريناتو پرمهالانځور: AP

دغه دفاعي چارواکي، چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي د فرانس پرس خبري آژانس ته خبري وکړي وويل: امريکايي چارواکو له آلماني قوماندانانو سره چي د افغانستان په شمال کي د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف د سيمه ايز قومانداني مشري په غاړه لري، په خبرو بوخت دي، چي څرنګه دغه نوي امريکايي ځواکونه په شمال کي خوندي سي.

دغه چاروکي زياته کړه: د پلان له مخي 2500 پوځيان په پام کي دي چي په هغو کي د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو لپاره نوي پوځي روزنکي هم شامل دي.

د افغانستان شمال ته د دغو نوو امريکايي ځواکونو د استولو پلان وروستي له هغي عنوان سو، چي يو لوړ پوړي آلماني جنرال وويل، ناټو غواړي چي د کندز په ولايت کي نوي عمليات پيل کړي.

د ناټو په مشري د آيساف د ارکان حرب غړي، جنرال برونو کاسدورف د آلمان يوي تلويزيوني شبکي ته د پنجشنبي په ورځ وويل:

«په يقين سره چي په کندز کي به په عملياتو لاس پوري سي. زه نه وايم، چي په هغه وسعت او ستروالي، چي په هلمند کي وسول، خو دې ته ورته عمليات.»

د مارجې په عملياتو کي امريکايي ځواکونه
د مارجې په عملياتو کي امريکايي ځواکونهانځور: AP

د افغانستان په شمال کي د جنوب په پرتله زور زياتی ډير پراخ نه دی، خو طالب اورپکو په دي وروستيو وختو کي هلته خپل فعاليتونه پراخ کړي دي. هغوی هڅه کوي، چي له ازبکستان څخه د شمال له لاري د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو په وړاندي ستونزي پيدا کړي.

خو څارونکي وايي، چي په روان ميلادي کال کي به بياهم په جنوب کي نړيوال ځواکونه د طالب اورپکو د حملو سره زيات لاس او ګريوان وي.

آلمان د افغانستان په شمال کي کابو 4300 سرتيري لري، چي وروسته له امريکا متحده ايالاتو او بريتانيا څخه د سرتيرو د شمېر له لحاظه په دريمه درجه کي راځي.

په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو ستر قوماندان، جنرال ستنلي ميک کريسټل تيره اوني وويل، په مزارشريف کي آلماني سرتيرو د کندز، بغلان ولايتونو او په شمال کي د ځينو نورو سيمود امنیت د خوندي ساتني لپاره خپلي هڅي پراخي کړي دي.

هغه وويل، که څه هم په شمال کي امنيت د جنوب په پرتله ښه دی، خو بياهم پلان سوو او هدف لرونکو عملياتو ته اړتيا ليدله کيږي.

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکی: زيارمل