1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان فوټبال لوبډلي نوی روزونکی څوک دی؟

۱۳۹۵ بهمن ۲۷, چهارشنبه

آلمانی اوتو فیستر، څو ورځې ترمخه د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه خپل قرار داد لاسلیک کړ. هغه وایي چې اوس لوبډله د آسیا اتلولیو له پاره چمتو کوي. تر دې د مخه هم د افغان لوبډلي روزونکیت يو آلمانی وو.

https://p.dw.com/p/2XZzp
Otto Pfister Fußballnationaltrainer
انځور: picture-alliance/dpa

 د افغانستان د فوټبال لوبډلي د ملي روزونکي په توگه ۷۹ کلن آلمانی اوتو فیستر ټاکل شوی دی. خو هغه یوازې پارټ ټایم یا نیمه وخت کار کوي. هغه د «ایکسپرس» په نوم ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي: «زه باید په کال کې شپږ وارې هر ځل د دریو اوونیو له پاره سفر وکړم.»

اوتو فیستر چې د آلمان په کولن ښار کې زیږیدلی دی د تیرې شنبې په ورځ په افغانستان کې د روزونکي په توگه تړون لاسلیک کړ. خو دی به ډیر لږ وخت په افغانستان کې تیروي. هغه له نوموړي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې افغانستان «داسې یو هیواد دی چې جگړه پکښې روانه ده، او زیاتره لوبغاړي په بهر کې دي. زه لوبډله د آسیا اتلولیو ته چمتو کوم. روزنیز کمپونه په دوبۍ یا قطر کې دي.»

اوتو فیستر تر دې دمخه هم په ځينو بهرنیو هیوادونو کې د روزونکي په توگه دنده ترسره کړې ده، تر ټولو زیات په افریقا او عربي حوزه کې. په ۲۰۰۶م کال کې په آلمان د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې دی د توگو هیواد د ملي لوبډلې روزونکی وو. په ۱۹۹۲م کال کې دې په افریقا کې د کال د غوره روزونکي په توگه هم ټاکل شوی وو.

ده د رواندا، اوسنۍ بورکینا فاسو، سینیگال، عاج ساحل، اوسنی د کانگو دیموکراتیک جمهوریت، گانا، بنگله دیش او د سعودي عربستان د فوټبال د ملي لوبډلو د روزونکي په توگه هم کار کړی دی. پر دې سربیره یې په ځينو نورو عربي هیوادونو کې د روزونکي په توگه کار کړی دی.

په پام کې ده چې د ده په وخت کې به افغانستان د آسیا جام د غوراوي سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د مارچ میاشتې پر ۲۸ نېټه له ویټنام سره وکړي. اوتو فیستر ویلي دي چې هغه لوبي چې بايد د افغانستان په میدانونو کې ترسره شي «په سانکت پېتربورگ یا تهران کې ترسره کیږي. دا یو ښه کار دی! زه ورته خوشحاله یم.»

زموږ له ارشيف څخه: