1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان قرغیز: «موږ په تصادفي ډول افغانان شوي یو»

۱۳۹۶ بهمن ۱۹, پنجشنبه

د پیړیو راهیسې به قرغیز کوچیانو په آزاده توګه له خپلو رمو سره د مرکزي او جنوبي آسیا په ځینو هیوادونو کې تګ راتګ کوو. دوی په دې سیمه کې له سیندونو اوښتل او په هسکو غرونو کې یې اړول، خو نن دوی په افغانستان کې بند پاته دي.

https://p.dw.com/p/2sJDE
Afghanistan Landwirtschaft in der Provinz Badakhshan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د پیړیو راهیسې د قرغیز کوچیان په آزاده توګه له خپلو رمو سره یوځای د مرکزي او جنوبي آسیا په ځینو هیوادونو کې تګ راتګ کوي. دوی په دې سیمه کې له پراته سیندونو اوړي او په هسکو غرونو کې اړوي، خو نن دوی په افغانستان کې بند پاته دي.
د قرغیز کوچیان د څه مودې راهیسې د سختو شرایطو له امله د بدخشان په واخان کې بند پاته دي. دغه کوچیان د سیاسي او امنیتي وضعیت له امله اوس په یوه کوچنۍ سیمه کې سره را ټول شوي دي. د دوی په سیمه کې سړکونه شتون نه لري او دوی ته څیرمه پولې یوه په بله پسې بندیږي چې له امله یې د قرغیزیانو ژوند هم له کړاونو سره مخ دی. 
د قرغیزیانو سپینږیری مشر جو بوای وايي چې: «موږ په تصادفي ډول افغانان یو.» نوموړی د خپل قوم په هکله، چې کارپوهان یې شمیر شاوخوا ۱۱۰۰ کسان ښيي تشریح ورکوي:«موږ په خپله دغه خاوره نه ده خوښه کړې بلکې موږ بل ځای نه لرو چې ولاړ شو».
د دې قرغیز کوچیانو سیمه د اوسیدو له پاره ډیره مناسبه نه ده. په دې سیمه کې زیاتره وخت هوا له حده ډیره سړه وي او کرهڼه هم نه کیږي. عموما د انسانانو اوږد ژوند ته په دغه سيمه کي توقع کمه وي.  
د قرغزستان په پلازمینه بیشکیک کې میشت د کراس لینک دیولپمنت انترنیشنل په نامه د یوه نادولتي سازمان یا «این. جي. او» مشر جیف والکر وايي چې په دې سیمه کې له هرو پنځو میرمنو څخه یوه یې د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او ۵۳ سلنه ماشومان بیا له پنځه کلنۍ وروسته ژوندي نه پاتې کیږي. 
د بدخشان د واخان دهلیز له وچو درو او اوچتو غرونو جوړه سیمه ده. د دې سیمې اوسیدونکي قرغیزیان او په ټوله کې واخانیان خپلې سیمې ته د نړۍ د بام نوم کاروي او هغه هم له دې امله چې د دې سیمې موقعیت د آسیا د دریو هسکو لکه هندوکش، قراقرم او پامیر غرونو په منځ کې ځای لري. 
د قرغیز کوچیانو سیمې ته تر ټولو نږدې آباد ښار د بدخشان ایشکاشم ښار دی چې وحشي غویانو او یا هم پر آس باندې دې ښار ته د هسکو غرونو په وهلو سره درې ورځې مزل دی چې ځینې وخت یو کوچنی بې ځایه قدم ايښودل د ژوند په بیه تمامیږي. 

Pamir Gebirge Afghanistan
انځور: imago/blickwinkel

د ستونزو ډیریدل

د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه کیټ کلارک وايي چې تر دې مخکې به دغه قرغیز کوچیان یوازې د اوړي په موسم کې په واخان کې تم کیدل. دوی به له دې لارې قرغیزیستان ، تاجکستان او یا د چین ژینجنګ سیمې ته له سخت ژمي څخه د خلاصون له پاره تلل. 
نوموړې د فرانسې خبري آژانس ته همدا راز وویل چې په ۱۹۱۷ او ۱۹۴۹م کلونو کې تر کمونیستي انقلاب وروسته، له دوی څخه ګڼ شمیر کسانو د اجباري کمونیزم د منلو پر ځای د واخان سړه هوا قبوله کړه او دې ځای ته یې پناه راوړه. وروسته بیا په ۱۹۴۷م کال کې هغه مهال چې هندوستان له بریتانیا خپلواکي ترلاسه کړه او پاکستان رامنځ ته شو، د دوی پر وړاندې په جنوب کې یوه بله پوله هم رامنځ ته شوه.
بل لوري ته بیا په ۱۹۷۸م کال کې په کابل کې تر کمونیستي کودتاه وروسته دوی بیا حاجي رحمن قول په مشرۍ پاکستان ته د تیښتې له پاره اړ شول. په دې ترڅ کې په اوبو کې د ډیر سفر له امله د دوی ډیر کسانو د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په پایله کې یې دوی یو ځل بیا اړ شول چې واخان دهلیز ته مخه کړي. 
سربیره پر دې د قرغیز کوچیان نوموړي مشر له متحده ایالاتو څخه د مرستې غوښتنه وکړه ترڅو دوی د متحده ایالاتو په الاسکا ایالت کې چې د وحشي غویانو له پاره مناسبې سیمې لري، ځای پر ځای کړي. واشنګټن د دوی دغه غوښتنه رد کړه. خو ترکیې بیا د قرغیزیانو یوه محدود شمیر کسانو پناه ورکړه خو پاتې کسان یې لا هم په واخان کې له مرګ سره لاس او ګریوان دي. 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د قرغیز دغه قوم خپل اتباع ګڼي، خو دغه ډله کسان بیا افغانستان پردۍ خاوره ګڼي او د پخواني شوروي اتحاد تر نسکوریدو وروسته دوی په دې هڅه کې دي چې په قرغیزیستان کې میشت شي. 

Afghanistan Wakhan Distrikt Provinz Badakhshan
انځور: imago/imagebroker

په بدخشان کې د افغانستان د دوهم ملي پارک پرانیستنه، انځوریز رپوټ زموږ له آرشیف څخه: