1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان لومړۍ میرمن څوک ده؟

مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۲۴, پنجشنبه

د افغانستان لومړۍ میرمنې رولا غني، د ښځو او ماشومانو له پاره د کار کولو ژمنه کړې ده. لومړی ځل به افغانستان یوه داسې فعاله لومړۍ میرمن ولري چې خپل ځانگړی دفتر او په ټولنیزو فعالیتونو کې به فعاله ونډه لري.

https://p.dw.com/p/1DWNz
Rula Ghani
انځور: Esmat Mohib

رولا غني په یوه لبنانۍ عیسوي کورنۍ پورې تړاو لري. په وروستیو ولسمشریزو کمپاینونو کې یو شمیر کسانو هڅه کوله چې همدا موضوع د افغانستان د اوسني ولسمشر اشرف غني احمدزي پر خلاف وکاروي. خو کله چې ولسمشر غني ټاکنې وگټلې نو په خپله لومړۍ وینا کې یې له رولا غني څخه د هغې ملاتړ له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې هغه به په راتلونکې کې هم د ښځو او ماشومانو له پاره د کار کوولو په برخه کې فعاله پاتې شي.

غني د لوړې تر مراسمو وروسته په خپلې لومړۍ وینا کې له رولا غني څخه په مننه کولو ډیر شمیر کسان چې فکر یې کاوه هغه به خپله میرمن د ډیر شمیر نورو افغان مشرانو په څیر څرگنده نه کړي، حیران کړل. غني وویل: «زه غواړم له فرصت څخه په استفادې له خپلې میرمنې څخه له ما او افغانستان څخه د هغې د ملاتړ له کبله مننه وکړم.»

ولسمشر غني ویلي دي چې میرمن به یې د ښځو او ماشومانو په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي
ولسمشر غني ویلي دي چې میرمن به یې د ښځو او ماشومانو په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړيانځور: picture alliance/AP Photo/Massoud Hossaini

دا په افغانستان کې د یوه ولسمشر له پاره ډیرې غیر معمولې خبرې دي. که څه هم ډیر شمیر کسانو د ولسمشر غني د دغو څرگندونو هر کلی وکړ، خو بیا هم یو شمیر نورو پر هغه نیوکه وکړه او ویې ویل چې لومړۍ میرمن غني، نه افغانستان او نه هم د دې هیواد دودونه په کافي اندازه پیژني. دغه کسان ادعا کوي چې میرمن غني بهرني ریښې لري او یوازې له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د هغې ژوند کول، له دې هیواد څخه د هغې پوهه او درک محدودوي.

پخپله رولا غني بیا دا خبره ردوي او وایي چې ان له ۱۹۷۵ کال څخه له افغانستان سره اړیکې لري. په دې کال کې هغه د لومړي ځل له پاره افغانستان ته راغلي چې په خبره یې هغه وخت یو سوله ییز او آرامه هیواد وو.

میرمن غني زیاتوي چې ډیر شمیر ولایتونو ته سفرونو او له خلکو سره د هغې دوامدارې اړیکې، دغې لبناني الاصلې ته د افغانستان او د دې هیواد د دودونو او کلتو یو پوره انځور ورکړی دی. هغه له دویچه ویله سره په یوې ځانگړې مرکې کې وویل: «زه ادعا نه کوم چې په هر څه پوهیږم خو زه د افغانستان ډیرو برخو ته تللې یم او له ډیرو خلکو سره مې خبرې کړې دي.»

«رسنۍ افغان میرمنې په سمه توگه نه انځوروي»

رولا غني ټینگار وکړ چې د لومړۍ میرمنې په توگه به ښځې او ماشومان د هغې د کار تمرکز وي، خو هغې لا تر اوسه پورې پریکړه نه ده کړې چې په مشخص ډول به کوم کارونه پر مخ وړي. غني ټینگار وکړ چې ښځې اوس هم د افغانستان په ټولنه کې ډیر مهم نقش لوبوي. هغې وویل: «کیدای شي چې تر دې مخکې په افغانستان کي فعاله لومړۍ میرمنې نه وې، خو ډیر شمیر افغان میرمنې په ټولنه کې فعاله دي او ډیر کار کوي. هغوی په سیاسي او ټولنیزو برخو کې مصروفه دي او ان په سوداگري کې ونډه لري.»

میرمن غني روښانه کړه چې هغه د افغانستان په ټولنه کې د هر څه د بدلولو هڅه نه کوي: «زه فکر کوم چې افغانستان یو ډیر پیاوړی ټولنیز او د کورنۍ بنسټ لري [...] هغه څه چې زه یې غواړم ترسره کړم دا چې غواړم ټول دې ته وهڅوم چې په کور او له کوره بهر د ښځو د ونډې لا ډیره قدرداني وکړي.»

د افغانستان د پارلمان غړې شکریه بارکزۍ، وایي چې د ښځو او ماشومانو له پاره د رولا غني له کار سره به په افغانستان کې یو مثبت خوځښت رامنځ ته شي. هغې دویچې ویلې ته وویل: «دا به د افغان میرمنو او ماشومانو له مورال سره مرسته وکړي چې هغوی له ارگ څخه خپل ملاتړ وویني.»

د افغانستان له پاره بې سابقې

د افغانستان ولسمشرانو او میرمنې او نورې ښځینه غړي ډیر کم وخت په ټولنیزو کارونو کې برخه اخلي او په عام محضر کې ظاهریږي. د افغانستان پخوانۍ لومړۍ میرمنې زينت کرزي که څه هم یو څه فعالیت لاره، خو بیا هم هغه ډیر کم وخت په رسنیو کې څرگندیده.

پخوانۍ لومړۍ میرمنه زینت کرزی
پخوانۍ لومړۍ میرمنه زینت کرزیانځور: AP

وروستی ځل چې په افغانستان کې د هیواد د مشر میرمن له هغه سره په ټولنیزو کارونو کې ډیره فعاله ونډه لرله د شاه امان الله خان، د واکمنۍ پر مهال وو. تر هغه وروسته چې امان الله خان د افغانستان ازادي واخیسته، د هغه میرمنې ملکه ثریا، ټولنیز کارونه پیل کړل. د ملکې ثریا فعاله ونډه او د شاه امان الله خان له خوا یو شمیر نور ریفورمونه د دې سبب شول چې د هغه پر وړاندې مخالفتونه او نیوکې رامنځ ته شي.

تر شاه امان الله خان وروسته بیا د ظاهرشاه میرمن هم په ځینو محافلو کې د خپل میړه ترڅنگ لیدل کیده خو نورې لومړۍ میرمنې بیا ډیرې کم او په ډیرو خاصو مراسمو کې په رسنیو کې څرگندیدې.

افغانستان ته لومړی سفر

رولا په ۱۹۷۰مو کلونو کې د بیروت په امریکایي پوهنتون کې له اشرف غني سره وپیژندل. هغه وخت دواړه په همدې پوهنتون کې زده کړې کولې. تر دې وروسته رولا له خپل پلار سره کابل ته راغله چې د اشرف غني احمدزي له کورنۍ سره وپیژني: «موږ افغانستان ته راغلو. له کورنۍ سره مو ولیدل او پلار مې زموږ له واده سره موافقه وکړه. زه بیا بیرته لبنان ته ولاړم چې بیا وروسته ډاکټر غني هم راغی او موږ واده وکړ.»

تر واده وروسته رولا غني له اشرف غني احمدزي سره کابل ته راغله. درې کاله وروسته اشرف غنی احمدزي، چې هغه وخت یې د کابل په پوهنتون کې درس ورکاوه، پریکړه وکړه چې په امریکا کې د انسان پیژندنې په برخه کې د کولمبیا له پوهنتون څخه خپله دوکتورا ترلاسه کړي. په اصل کې باید هغوی دوه کاله په امریکا کې پاتې شوي وای، خو په ۱۹۷۹ کال کې انقلاب او په افغانستان کې د پخواني شوروي مداخلې د دغې نوې کورنۍ له پاره هر څه بدل کړل.

رولا غني د ولسمشریزو کمپاینونو پر مهال یوه وینا وکړه.
رولا غني د ولسمشریزو کمپاینونو پر مهال یوه وینا وکړه.انځور: Esmat Mohib

رولا غني هغه وخت په یاد لري او وایي: «د ډیرو دلایلو له کبله موږ ته وویل شول چې بیرته افغانستان ته ولاړ نه شو. زما د میړه د کورنۍ ډیر شمیر غړي په پلچرخي زندان کې بندیان وو او دا ویره موجوده وه چې که هغه راغلی وای نو هغه به یې هم زندان ته استولی وای.» د افغانستان لومړۍ میرمنه زیاتوي: «له دې کبله نو موږ په امریکا متحده ایالاتو کې پاتې شو، او په امریکا متحده ایالاتو کې زموږ ژوند چې باید یوازې دوه کاله وای، په دیرش کلونو بدل شو.»

رولا غني له اشرف غني احمدزي سره دوه ماشومان لري. ویل کیږي چې هغې د افغانستان تابعیت ترلاسه کړی دی او د افغانستان په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې خپله رایه هم کارولې ده. میرمن غنی په ۲۰۰۲ کال کې بیرته افغانستان ته ستنه شوه او له هغه وخته د اشیانه په نوم سازمان سره چې د سړک د سر له ماشومانو سره مرسته کوي، په کار بوخته ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب