1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان نامتو سندرغاړی رحيم مهريار وفات سو

۱۳۸۹ تیر ۲, چهارشنبه

د افغانستان نامتو سندر غاړی رحيم مهريار چي د ینې يا جګر د سرطان په ناروغۍ اخته وود چهارشنبي د ورځي په سهار د 54 کالو په عمر په المان کي وفات سوی دی.

https://p.dw.com/p/O12P
رحيم مهريار
رحيم مهريارانځور: DW

د افغانستان د راډيوتلويزيون سندرغاړی رحيم مهريار په خپل خواږه اوپه زړه پوري آواز سره د افغانستان د خلکو زړونه تل تازه ساتلي ول.

هغه د خپل وطن سره خاصه مينه او علاقه درلوده.

رحيم مهريار د دووکالونو راهيسي پدي تباه کونکي ناروغۍ اخته وو.

دده مېرمن پرستوهم د افغانستان د نامتو او مشهورو سندرغاړو څخه ده.

د هغه څخه څلور اولاده پاته دي،چي درې يې لوڼي او يو زوی دی.

د دويچه ويلي المان ږغ راډيو د افغانستان د خپروني کارکونکي ددوئ کورنۍ ته د زړه له کومي تسليت وايي.

رحيله/ زيارمل