1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان نا امني اروپا ته له مهاجرتونو سره څه تړاو لري؟

۱۳۹۷ فروردین ۲۰, دوشنبه

اروپا ته د سياسي پناه غوښتنې په بهیر کې افغانستان تر سورېې او عراق وروسته په دريم ځای کې قرار لرود. د افغان مهاجر له خوا د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته د پناه غوښتنې له ۴۴ زرو څخه ډير درخواستونه وړاندې کړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2viB6
Demonstration Köln gegen Abschiebung nach Afghanistan Menschenrechte
انځور: DW/R.Shirmohammadil

د افغانستان بد امنيتي وضعيت هم له سوريې څخه ډير زيات توپير نه لري. په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په څير مختلفې افراطي ډلې فعاله دي چې له کلونو راهيسې د افغان دولت پر وړاندې جګړه کوي. په دغه هيواد کې امنيتي وضعيت په کافي اندازه پيچلی ګرځيدلی دی. پوښتنه دا ده چې هغه لاملونه چې افغانان يې دې ته اړ کيږي چې اروپا ته مهاجر شي، څه دي؟

اروپا ته د افغانانو د هجرت يوه لويه وجه د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱مه پر امريکا د ترسره شويو تروريستي بريدونه راوروسته روانه جګړه ده چې د طالب جنګياليو پر وړاندې تر ننه ادامه لري. طالبانو د القاعدې ډلې جهاديانو ته کوم چې پر نيويارک باندې تر سره شويو بريدونو کې ښکيل ګڼل کيږي په افغانستان کې پناه ورکړه، او له دغه ځایه يې خپل فعاليتونه مخ ته وړل. د نيويارک پيښې وروسته د امريکا متحدو ايالتونو وغوښتل چې په افغانستان کې د پوځي اقداماتو له لارې نه يوازې د القاعدې ډله او د هغې مشر اسامه بن لادن، بلکي د طالبانو ډله هم له منځه يوسي.

د طالبانو دوره

طالبان له ۱۹۹۶ کال راورسته تر ۲۰۰۱م کال پورې د کابل حکومت برخه وه. دغې ډلې د خپل حاکميت په دوره کې شرعي قوانين نافذ کړي ول. پاکستان او سعودي عربستان هغه دوه هيوادونو وو چې د طالبانو حکومت يې په رسمي توګه پيژندل وو.

Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
په ۲۰۱۶م کال د بروکسل او افغان دولت سره د مهاجرت پر موضوع توافق د افغان ردشويو مهاجرو اخراج اسانه کړانځور: Sirat


په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا نظامي اقداماتو په نتيجه کې د طالبانو حکومت ړنګ او د لويديځ په ملاتړ حامد کرزی د افغانستان د نوي حکومت د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

که څه هم د نوي حکومت په رامنځته کيدو سره د طالبانو ډله سخته وځپل شوه، خو دا هم يو حقيقت دی چې دغه ډله د ۱۷ کلونو په تيريدو سره نن هم فعاله ده او د افغانستان په ډيرو برخو خپل حاکميت لري. تر دې حده چې نن د دغې افراطي ډله له خوا پر افغان حکومت او ځواکونو د بريدونو ترسره کول، معمول ګرځيدلې ده.

له طالبانو تر داعش

د دغو حملو په پايله کې د افغانستان امنيتي وضعيت تر ډيره بريده خراب شوی دی. له دغو ناامنيو او اقتصادي ستونزو له شتون څخه په منځني ختيځ کې د اسلامي دولت يا داعش تروريستي ډلې هم ګټه پورته او له دوو کلونو راهيسې يې په افغانستان کې فعاليتونه په ډاګه کړي دي. دغې سخت دريځې تروريستي ډلې د شتون له امله د ۲۰۱۶م کال د افغانستان له پاره تر ټولو خونړی کال وو. د دغه کال په بريدونو کې ۳۴۹۸ تنه افغانان ووژل شول او ۷۹۲۰ تنه نور ټپيان شول. 

په دې ترتيب، په افغانستان کې روانه اوږده جګړه او بد امنيتي او اقتصادي وضعيت، اروپا ته د افغانانو د هجرت يوه عمده لامل ګڼل کيږي.

په عين حال کې وروسته له هغې چې افغان حکومت په ۲۰۱۶م کال کې له بروکسل سره د افغان مهاجرو پر موضوع يو توافق ته ورسيد، دغه کار اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو له پاره د رد شويو افغان مهاجرو اخراج مسئله يې اسانه کړه.

تر دغه توافق وروسته يوازې له آلمان څخه په څو پروازونو کې رد شوي افغانان بيرته کابل ته استول شوي دي. په عين وخت کې د آلمان د نوي ائتلافي حکومت د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر  چې د مهاجرت سخت سياست پلوی دی، ويلي دي چې د رد شويو مهاجرو د اخراج پر موانعو باندې تمرکز او د حل لارې به ورته لټوي. زيهوفر د خپل کار په لمړيو ورځو کې ويلي ول چې د رد شويو مهاجرو  د اخراج بهير به ګړندی کوي.

د مهاجرت موضوع اړوند زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: