1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان وارداتي ګاز پاکستان ته قاچاقیږي»

۱۳۹۱ آذر ۵, یکشنبه

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونو په وینا د منځنۍ آسیا له یو شمیر هیوادونو څخه افغانستان ته د را واردیدونکي گاز ۳۰ سلنه پاکستان ته قاچاقیږي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/16pUN

دغه کار د دې لامل شوی چې په افغانستان کې د ګازو بیه لوړه کړي. د قاچاق دغه لړۍ پر داسي مهال پیل شوي چې ژمی را روان دی او ګاز ته د خلکو اړتیا ورځ تر بلې لوړیږي.

په افغانستان کې د ګاز یو شمیر پلورونکي وایې که حکومت د دغه کار مخه و نه نیسي نو ډیر تاوان به یې ولسي خلکو او صنعت کارانو ته ورسیږي.

افغان حکومت وایي دوی په بازارونو کې د ګازو د بیې د کنټرول لپاره د ګازو د بیا واردولو په پالیسي بندیز لګولی دی او هیڅ څوک نه شي کولای له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته هغه ګاز ولیږدوي چې افغانستان يې واردوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ویاند وحیدالله غازي خېل، په خبره چې دوی به مافیايي کړیو او هغو ډلو ته لار ورنه کړي چې له افغانستان څخه پاکستان ته ګاز قاچاق کړي.

غازي خېل زیاته کړې ده چې امنیتي ارګانونو ته امر شوی دی چې له پاکستان سره په پرتو پولو د دغه کار مخه ونیسي:
«کوم ګاز چې په قاچاقي توگه له افغانستان څخه پاکستان ته انتقالیده، مونږ ځيني دغه ټانکر نیولي چې په تورخم کې ولاړ دي. زمونږ هڅه دا ده هغه توکو ته چې په افغانستان کې ورته اړتیا ده که هغه نفتي دي او که خوارکي د دې اجازه نه ورکوو چې په قاچاقي توگه له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته ولیږدول شي.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي: «په خپله حکومتي مامورین لکه ګمرکي چارواکي او سرحدي پولیس دغه ټانکرونه پریږدي چې له پولي واوړي که نه نو په قاچاقي لارو د دغه راز توکو انتقال ناشونی دی.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د شمیرو له مخې هر کال افغان سوداګر شاوخوا ۱۵۰ زره ټنه ګاز د منځنۍ آسیا له هیوادونو څخه افغانستان ته را واردوي چې نزدې دیرش سلنه یې پاکستان ته قاچاقیږي.

افغانستان په خپله د ګازو تولیدات نه لري اوډیره تکیه یې د ایران او منځنۍ آسیا په هیوادونو ده. خو سره له دې هم د ژمي په موسم کې د ګازو د کمښت له کبله د سون د دغه مهم توکي بیه کله نا کله د لوړ والي شاهده وي.

کابل/میرویس جلالزی
کتونکی: سید ریاض