1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ولسمشریزې ټاکني سپتمبر مياشتي ته وځنډیدې

۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو د دویم ځل له پاره د ولسمشریزو ټاکنو نیټه وځنډوله. اوس به نو ولسمشریزې ټاکنې د جولای پر ځای په سپتمبر میاشت کې ترسره شي.

https://p.dw.com/p/3FNGE
Afghanistan Parlamentswahlen Khost
انځور: DW/F. Zahir

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني، د چهارشنبې په ورځ وویل چې ولسمشریزې ټاکنې یو ځل بیا وځنډیدې. د دوی د معلوماتو له مخي دغه ټاکني به د سپتمبر مياشتي پر ۲۸ نېټه ترسره شي.

میرمن نورستاني په ټاکنو کې د شفافیت راوستل او د رای ورکوونکو ثبتول د ټاکنو د ځنډیدو د لاملونو په توګه یاد کړل.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې باید په اصل کې د روان کال د اپریل میاشتې پر ۲۰مه نیټه ترسره شوې وای، خو دغو ټاکنو ته پوره نه چمتوالې او همداراز امنیتي لاملونو د دې سبب شول چي ټاکني جولای میاشتې ته وځنډيږي.

په تیرو پارلماني ټاکنو کې د پراخو بې نظمیو او درغلو د تورونو له کبله د ټاکنیزو کمیسیونونو ټول کمیشنران له دندې ګوښه شول او د ټاکنو د قانون تر تعدیل وروسته نوي کمیشنران وګومارل شول.

د نوي پلان له مخې به په سپتمبر میاشت کې ولسمشریزې، د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې یو ځای ترسره شي.

MJ/NZ (dpa)