1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ټاکني په نړيواله کچه ستايل سوي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه، دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۲۵, یکشنبه

سپيني ماڼۍ د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو هرکلی کړی دی، او دا يې د دغه هيواد ديموکراسۍ له پاره يو «مهم گام» بللی دی. آلمان بيا ويلي دي چي افغانستان له عراق سره د پرتلې وړ نه دی.

https://p.dw.com/p/1CIfh
انځور: DW/Yosofi

د سپيني ماڼۍ له خوا په يوه خپره سوې بيانيه کي راغلي دي چي «په راتلونکو اوونیو کي به د ټاکنيزو کمېسيونونو کارونه ډېر مهم وي.» په وينا پاڼه کي پر دې باندي هم ټينگار سوی دی چي د انتخاباتو کمېسيون بايد رايو ته مشروعيت ور کړي. او دغه راز سپيني ماڼۍ رايه ورکوونکي او افغان امنیتي ځواک د خپل هغه هوډ له کبله چي ديموکراسۍ ته ژمن دي ستاينه کړې ده.

د شنبې په ورځ په ميليونونو افغانانو د طالبانو له گواښونو سره سره د رايو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او د خپلي راتلونکي د ټاکني له پاره يې رايي وکارولې.

سپيني ماڼۍ ويلي دي: «دغه ټاکني د افغانستان د ديموکراسۍ پر لور د پرمختگ له پاره يوه ډېر مهم گام دی. د افغانانو ارادې او زړورتيا په دغو ټاکنو کي دا وښووله چي د افغانستان د راتلونکي او ډاډه امنيت له پاره دغه ټاکني ډېر اهميت لري.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کير، له گواښونو سره سره د افغانانو هغه هوډ چي خپله راتلونکې به په رايو ورکولو سره ټاکي ستايلی دی.

د امريکا متحد ايالاتو د سيمه ييزو ځواکونو عمومي قوماندان لويد آستين افغان امنيتي ځواکونه، ځکه ستايلي چي «د ټولو انتخاباتي مرکزونو او محلونو په امنيت ساتنه کي بريالي سوي او د ټاکنيزو موادو په انتقال کي يې ستر رول لوبولی دی.»

هغه زیاته کړې ده چي ناټو د پلان له مخي د روان کال ترپايه پوري له افغانستان څخه خپل عسکر باسي، «په ستونزمنو شرايطو کي د افغان امنيتي ځواکونو قوي کړو وړو دا وښووله چي دوی څومره پرمختگ کړی دی.»

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير وياند جان کربي، ويلي دي چي د دفاع وزير چک هېگل هم افغان امنيتي ځواکونه ستايلي دي او «هيله مند دی چي د افغانستان له نوي حکومت سره هم خپلي اړيکي وساتي او په ۲۰۱۴ کال کي زموږ د جنگي ماموريت تر ختمېدو وروسته به په نوي ماموريت کي د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او تجهيز کي مرسته وکړو.»

آلمان: افغانستان له عراق سره پرتله کېدای نه سي

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير له آلمانۍ ورځپاڼي «ويلت ام زونتگ» سره په خبرو کي ويلي دي چي د افغانستان ټاکني اميدواره کوونکي دي «خو دا ښکاره خبره ده چي په افغانستان کي ټول کارونه ښه نه دي.»

هغه زياته کړه ده چي د افغانستان وضعيت له عراق سره د پرتلې وړ نه دی: «افغانان بايد په هغه څه چي دوی لاس ته راوړي دي ووياړي.»

د ناټو عمومي منشي اندرس فوع راسموسن بیا په بروکسل کي ويلي دي چي «ټاکني په افغانستان کي د دغه هيواد د راتلونکي له پاره ډېر ټينگ بنسټ دی.»